یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقریشي:افغان طالبان به د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډيانو درېمه...

قریشي:افغان طالبان به د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډيانو درېمه غونډه کوربه توب کوي.

ویب ډیسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې افغان طالبان به د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډيانو درېمه غونډه کوربه توب کوي.

قریشي د سنا د بهرنیو چارو کمېټې په غونډه کې ویلي: «د افغانستان موقت حکومت به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو راتلونکې غونډې ته هم راوبلل شي.»

پاکستان د اګست په نیمايي کې د طالبانو له قبضې وروسته د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د سلا مشورو لپاره نوی میکانیزم جوړ کړی و. په دې فارمټ کې د روسیې سربیره چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي. په اسلام اباد کې د سپتمبر پر ۸مه افتتاحیه غونډه وشوه، په داسې حال کې چې دویمه غونډه د اکتوبر پر ۲۷مه د ایران کوربه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه