ويب ډیسک
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند مخکښ غړی او په پخواني نظام کې د خپلسرو وسله والو د یوې ډلې قوماندان نظام الدین قیصاري په ایران کې د درغلۍ په تور نیول شوی دی.
له سپاه پاسدران انقلاب ځواک سره نژدې خبري آژانس- تسنیم د کورنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو او د کډوالو د چارو د مشر مهدي محمودي له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، قیصاري ایران ته په غیرقانوني دول ننوتی او هلته یې هم د افغان کډوالو ته د ایران د مهاجرت د اسنادو د جوړولو په برخه کې له قانون څخه سرغړونې کړي.
محمودي همداراز ویلي دي چې قیصاري په پلازمېنه تهران، کرج او تهران ته نژدې، درې غیرقانوني دفترونه جوړ کړي وو او هلته یې هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد یې نه درلودل، جعلي اسناد برابرول او له هغو څخه یې خورا زیاتې پیسې اخیستلې.
د پخواني نظام له سقوط وروسته یوشمېر افغان چارواکو د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران کې هم پناه اخیستې ده چې د تسنیم د راپور له مخې ځینې یې په ایران کې له دېره کډوالو څخه د جعلي اسنادو د جوړولو په بدل کې پیسې اخلي، په داسې حال کې چې ایراني چارواکي وايي کډوالو ته د اسنادو د ورکولو یوازینۍ مرجع د کورنیوچارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو څانګه ده.


