یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍرويټرز ليکلي،د ایران ۸۶ کلن ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي اوس...

رويټرز ليکلي،د ایران ۸۶ کلن ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي اوس د پخوا په پرتله ډېر یوازې ښکاري

ویب ډیسک

خامنه‌اي د اسرائیلي هوايي بریدونو له کبله خپل ډېر مهم نظامي او امنیتي مشاورین له لاسه ورکړي، چې دا کار د هغه په داخلي حلقه کې لوی تشې رامنځته کړي او د ستراتیژیکو تېروتنو خطر یې زیات کړی، د هغه له پریکړو سره آشنا پنځو سرچینو د دې خبرې پخلی کړی دی.

 

یوه له دغو سرچینو چې په دوامداره توګه له خامنه‌اي سره د ناستو ګډونوال دی، وویل چې د دفاعي او داخلي ثبات په مسایلو کې د ایران لپاره د غلطو محاسباتو خطر “بې‌سارې خطرناک” دی.

 

له جمعې ورځې راهیسې څو لوړپوړي نظامي قوماندانان وژل شوي، چې پکې د سپاه پاسداران عمومی قوماندان حسین سلامي، د هوايي فضايي برخې مشر امیرعلي حاجي‌زاده – چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام یې اداره کاوه – او د استخباراتو مشر محمد کاظمي شامل دي.

دا کسان د ستر مذهبي مشر د مشاورینو له هغې داخلي حلقې سره تړلي وو چې شمېر یې شاوخوا ۱۵–۲۰ کسانو ته رسېږي او پکې د سپاه قوماندانان، دیني عالمان او سیاستوال شامل دي، د یادو سرچینو په وینا چې درې یې د ستر مشر د مهمو پرېکړو په غونډو کې ګډون کړی یا کوي او دوه نور د هغو چارواکو نژدې کسان دي چې دا ډول غونډو ته تلل کیږي.

 

دغه غیر رسمي ډله معمولا هغه مهال راټولېږي کله چې د خامنه‌اي دفتر اړونده مشاورین د تهران په ماڼۍ کې د یوه مهم تصمیم لپاره راوغواړي، لکه څرنګه چې ټولې سرچینې وایي.

دوی هغه کسان دي چې خامنه‌اي ته بغیر له کومه شرطه وفادار دي او د اسلامي جمهوریت د نظام له ایډیالوژۍ سره ژور تړاو لري.

 

خامنه‌اي، چې له ۱۹۷۹ انقلاب مخکې زنداني شوی و او له رهبر کېدو مخکې د بم یوه برید له امله ټپي شوی، ژور هوډ لري چې د ایران اسلامي حکومت وساتي او پر لویدیځ سخت بې‌باوره دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه