یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد اسرائیلو او ایران نښته،د قدرتونو تقابل

د اسرائیلو او ایران نښته،د قدرتونو تقابل

لیکنه: ډاکتر نصیر احمد احمدزی

 

د ایران او اسرائیلو تقابل یوازې د دوو سیمه‌یزو لوبغاړو نښته نده، بلکې د نړیوالو جیوپولیتیکی سیالیو، نیابتي جګړو او د نړیوال امنیت تهدید هم کڼل کیږي. د امریکا متحده ایالات، روسیه او چین له مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ سره په دې شخړه اغیزه کوي او د سیمې د قدرت توازن تر اغیز لاندې راوستلی شئ.

 

ایران د حزب‌الله (په لبنان کی)، د مقاومت له ډلو (په سوریه کی)، کتائب حزب‌الله (په عراق کی) او انصارالله (په یمن کی) له ملاتړ سره یو ژور ستراتیژیک مثلث رامنځته کړی چې د ملي امنیت له نظره ورته زیات اهمیت لري. دا نیابتي شبکې به د اسرائیلو په مقابل کی د تل‌ابیب امنیت له ننګونو سره مخ کړی.

د تهران دا سیاست د (مخنیونکي دفاع)، او د ستراتیژي برخه ګڼل شوي . له دښمن سره له مستقیم ټکر مخکې د خپلو متحدینو له لارې د دښمن د پرمختګ مخنیوی غواړي تر څو اسرائیل له زیاتو زیانونو سره مخ کړی.

د بلې لورې د تیران توغندي وښودل چې د پرمختللو دفاعي سیستمونو څخه کوم چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا اسرائیلو ته ورکړل شوي وو تیر او هدف په دقت سره له منځه یوسي.

 

اسرائیل له بلې خوا د امنیتي تکنالوژیو (لکه بې‌پیلوټه الوتکې او د توغندیو د دفاع سیسټم (Iron Dome)، د امریکا له مستقیم ملاتړ او له خپلو جاسوسي سازمانونو (لکه موساد) استفاده کوي څو د ایران نیابتي شبکې له منځه یوسي. دا تګلاره د امنیتي محاسبو له مخې جوړه شوې چې که نن دښمن ووهو، سبا به له لږ خطر سره مخ شي.

اسرائیلی جاسوسي شبکه یا موساد وکولای شو چې د ایران لوړپوري نظامي او د جاسوسي شبکې مخ کښ افسران په آسانۍ سره په نښه کړي چې د جکړو په تاریخ کې بی سارې کڼل کیږي.

 

نړیوالې او سیمه‌یزې انګیرنې ښیي چې دا جکړه یوازې دوه اړخیزه نده, بلکې پراخې نړیوالې اغیزې هم لري:

 

۱- د امریکا رول: واشنګټن له اسرائیلو د وسلو، دیپلوماتیکي ملاتړ او امنیتي معلوماتو له لارې ملاتړ کوي. دا امر نښته نوره هم ژوره کوي چې د جوړجاړي امکان محدود ساتي.

۲-د چین او روسیې رول: دا دوه قدرتونه یا له ایران سره ضمني ملاتړ کوي یا له دې شخړې څخه د خپلو سیمه‌یزو سیاستونو د تطبیق، د وسلو د پلورلو او د نفوذ د زیاتوالي لپاره استفاده کوي.

 

راتلونکې احتمالی حالت په دې ډول محاسبو کیدی شي:

 

لمړی- د ایران او اسرائیلو تر منځ د مستقیمې نښتې احتمال کیدای شی چې شدیو او زیات شي. د توغندیزو بریدونو، هوایي عملیاتو او حتی د نیابتي ډلو له لارې.

دوهم-دا نښته کیدی شي د خلیج امنیت ګډوډ کړي او د تیلو بیې له لوړی او ستونزو سره مخ کړي.

دریم- نړیوال سازمان کیدی شي د منځګړتوب هڅې وکړي، خو د جوړجاړي امکان به ډیر کم وي.

 

که چیرې دا جکړه د پخوانیو نښتو سره پرتله کړو داسي بریښې, اوسنۍ نښته د ۲۰۰۶ کال جکړې سره چې د حزب‌الله–اسرائیلو جګړې یا د سوریې له کورنۍ جګړې سره توپیر لري. دا ځل دوه دولتونه د پرمختللو تکنالوژیو، سازمان شویو نیابتي شبکو او د نړیوالو ملاتړ سره مخامخ شوي. دا امر د کنټروله د وتلو احتمال زیاتوي او کیدی شي پراخې سیمه‌یزې تباهۍ له ځان سره راولي.

 

په ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې پر افغانستان مستقیم اغیزې:

له دې امله چې افغانستان یو بې وزله او مصرفوونکی هیواد دی، زیاتره توکي (تیل او ګاز) له ایرانه واردوي. د دې تر څنګ، په زرګونو افغان کاریګر او میلیونونه کډوال په ایران کی مېشت دي. د نښتې د زیاتیدو له امله کیدی شي دا کډوال اړ شي چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي. له بلې خوا کیدی شي د ایران اتباع هم افغانستان ته پناه راوړلو ته اړ شی, که د نړیوالې ټولنې ملاتړ افغانستان سره ونشي، د دې وضعیت مدیریت به د افغانستان له اوسني حکومت لپاره له ستونزو سره مخ کړی.

 

خو د یادونې وړ ټکی دا دی چې افغانان به هېڅکله د ایران کډوال له سپکاوي یا بدو الفاظو سره مخ نکړِي.

هېڅکله به د هغوی په ټولنیز ژوند محدودیت ونه‌لګوي.

هېڅکله به د عامه ځایونو په دروازو کی د «ایرانیان منع دی» لوحه ونه‌لګوي.

هېڅکله به د نانوایانو له خوا د ډوډۍ له پلورلو څخه منع نشِي.

هېڅکله به د ایران ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې نکړِي.

هېڅکله به د ایران کورنۍ له ویرې او ناهیلي سره مخ نکړِي.

هېڅکله به د افغانستان سرحدِي ځواکونه د کډوالو کاروانونو برید ونکړی تر څو د هغوی جسدونه د صحرا د ښکار کیدو سبب شي.

هیڅکله به افغانان, ایرانی ځوانان په نشی توګو روکدي نکړی ترڅو د ذهنی او فزیکی ناروغانو په ډول خپلو کورنیو او هیواد ته ستانه شی.

او…

هېڅکله به په عام محضر کی د یو ایراني ځوان سپکاوی یا تحقیر ونشي حتی که تږی وي او د اوبو غوښتنه وکړي نو د ثواب په نیت به سلکونه افغانان اوبه ورته چمتو کړي.

 

هیله مند یم چې په ټوله نړۍ کې سراسری سوله رامنځته شي, تر څو هېڅوک اړ نشِي خپل هیواد او کورنۍ خوشې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه