یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج ،آفچین شرکت...

افغانستان د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج ،آفچین شرکت سره د ۲۵ کلونو تړون لغو کړ

ویب ډیسک

د افغانستان د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛په دې توګه؛ «د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو.»

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه