لیک: ډاکټر لطیف یاد
دشاه محمود او شا شجاع دواکمنيو په وخت
کې په کشمیر کې افغاني صوبه داران :
————————————————
شاه محمود په ۱۲۰۶ لیږدیز /هجری کال چې د ۱۸۰۱زیږدیز/میلادی کال سره سمون خوري دشاه زمان تر ړندولو وروسته دکابل پر تخت کښیناست . ده وزیر فتح خان ته ددوزارت رتبه ورکړه او دهرات او کندهار خواته یې دچارو دسنبا لولو لپاره وګوماره ، خو وروسته دشاه محمود پر خلاف الې ګولې پیل شوې او شاه شجاع هغه ونیوه .
شاه شجاع غوښتل چې دخپل ورور په بدل کې دشاه محمو د نه سترګې وباسي او ړوند یې کړي ، خو مختارالدوله شیر محمد خان او پخپله شاه زمان دی ددغه ناوړه کار نه منعه کړ او دوی په دې اند ول چې دغه ناوړه دود ددوی په کورنۍ کې رواج پیدا نکړي .
هغه وخت چې شاه شجاع د چارو واګې په خپل لاس کې ونیولې نو مختارالدوله شیر محمد خان ته یې سزا ورکړه او هغه یې وواژه او هغه وخت چې دکشمیر صوبه دار عطا محمد خان دخپل پلار د وژلونه خبرشو نو په بغاوت یې لاس پورې کړ ، له همدې کبله و چې شاه شجاع په ۱۲۲۴ لمیریز کال کې کې محمد اکرم خان او میر افضل خان دهغه دتنبیه او ټکولو لپاره وګومارل او کشمیر ته یې ولیږل ، خو هغوی دواړو دعطا محمد خان له لاسه ماتې وخوړه اوبیرته راستانه شول ، په همدې وخت کې دافغانستان دخلکو دملي پاڅون په وجه شاه شجاع له افغانستانه وتښتید او رنجیت سینګ ته یې پناه یووړه .
ددغې خبرې په اوریدو سره عطا محمد خان دیوان ننده رام تیکو او خپل ورونه یې جهانداد خان او سمندر خان یې شاه شجاع ته ولیږل او هغه یې وهڅاوه چې کشمیر ته ورشي او کله چې شاه شجا ع الملک کشمیر ته لاړ نو عطا محمد خان دی دخپل پلار دوژلو په بدل کې دکوه ماران په کلا ( قلعه) کې کلابند کړ او شاه محمود پرته له کوم خنډ او ستونزو تر څلورو کلونو پورې په افغانستان پاچاهي وکړه .
۲۴- شیر محمد خان مختارالدوله :
دعبدالله خان تر ماتې خوړلو وروسته شیر محمد خان مختار الدوله په ۱۲۲۱ لمریز کال کې په کشمیر کې دافغانی صوبه دار په توګه دچارو واګې په خپل لاس کې واخیستلې ،نوموړي په کشمیر کې په عدل او انصاف سره پنځه میاشتې حکومت وکړ او تر هغه وروسته یې خپل زوی عطا محمد خان پر خپل ځای دکشمیر دسیمې صوبه دار وټاکه . ده دشجاع الملک ( شاه شجاع ) سره مخالفت پیل کړ او په پای کې یې هغه په جګړه کې وواژه .
۲۵- عطا محمد خان :
نوموړی په ۱۲۱۱ لیږدیز /هجري کال کې دکشمبر دسیمې دافغاني صوبه دار په توګه وټاکل شو .نوموړي پنډت سهج رام ته ددیوان یا مالیاتو دراټولو لو په چارو وګوماره او لکه چې دمخ وویل شول هغه شاه شجاع الملک دکوه ماران په غره کې نظربند کړ او جهانداد خان او عبدالکریم خان یې ددریزرولښکرو سره داټک دکلا دساتنې لپاره موظف کړل تر څو چې دکابل له خواکشمیر ته کوم خطر پیښ نه شي .وروسته بیا عطا محمد خان دوزیر فتح خان سره سوله وکړه او درنجیت سینګ نه یې دیو لک روپیو په بدل کې د اټک کلا ونیوله . په کشمیر کې دعطا محمد خان دحکمرانۍ او صوبه دارۍ موده شپږ کلونه وه .


