ویب ډیسک
د کابل اولسمې ناحیې اړوند د وارداتي برېښنا مزي په موقت ډول تړل شوي او کابل ته وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي د برېښنا شرکت کارکوونکو د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ له ټیم سره یوځای په جدي کار کړی او په دې وتوانېدل چې د کابل ښار اوولسمې ناحيې اړوند د طلايي ښارګوټي ته څېرمه د وارداتي برېښنا مزی په موقت ډول ونښلوي.
د وارداتي برېښنا یوه پایه وړمه شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې په بمونو والوزول شوه چې له امله يې د کابل په ګډون د اتو ولایتونو برېښنا پرې شوه.
چارواکي وایي دغه راز ددغې پايې او د کابل ولایت په کلکانو ولسوالۍ کې د بلې پايې پر ترمىم چې څو ورځې وړاندې د چاودنې له امله ویجاړې شوې وې، کار په جدي توګه دوام لري.


