ویب ډیسک
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پايې لمنځه وړل شوي
یاد شرکت زیاته کړې: “نن سهار د ۴:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټ دوه پايې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله لمنځه وړل شوي او دريمه پایه هم لږ تخریب شوې.”
د شرکت د معلوماتو په اساس اوس مهال د وارداتي برېښنا په مسیر کې د کابل په شمول د اړوندو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت وايي چې په څلورمه پایه کې هم ماین ځای پرځای شوی، خو وايي، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم هڅه کوي تر څو ماین خنثی کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري څو د کارې زمینې په برابریدو سره د پایو د نصب او بیا جوړلو چارې بیا پیل کړي.


