دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد اوکراین ولسمشر زيلېنسکي سعودي عربستان ته رسېدلی؛ د سولې هڅې روانې...

د اوکراین ولسمشر زيلېنسکي سعودي عربستان ته رسېدلی؛ د سولې هڅې روانې دي

ويب ډيسک

 

راپورونه وايي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي سعودي عربستان ته رسېدلی، خو د هغه د سفر جزئیات تر اوسه رسنیز شوي نه دي.

زيلېنسکي په داسې حال کې سعودي ته سفر کړی، چې د ریاض په منځګړیتوب د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو تابیا روانه ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د یوه پلاوي په ملتيا سعودي عربستان ته تللی، ترڅو په دې مذاکراتو کې ګډون وکړي.

سعودي عربستان هڅه کوي، چې د اوکراین جګړې د حل لپاره د دیپلوماټیکو خبرو زمینه برابره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه