ويب ډيسک
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چېمپینز ټرافي سیالیو وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه نیوزیلنډ لوبډلې ته وبایلله. سیالې لوبډلې د افغان لوبډلې د ۳۰۶ منډو هدف د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې په دوه ویکټو په خپله ګټه پای ته ورسوله.
په دې سره د افغان لوبډلې تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېدې. افغان اتلان به د راتلونکې جمعې په ورځ د چېمپینز ټرافي په ترڅ کې د خپلې لومړنۍ رسمي لوبې په موخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.


