ويب ډيسک
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي.
په دغو مړو شویو کسانو کې لس ښځې او درې ماشومان هم شامل دي. دغه کسان د مهاکمب په کلني مذهبي جشن کې د ګډون لپاره اورګاډو ته په تمه وو.
تېره شپه په ځایي وخت شاوخوا اته بجې د نوي ډیلي د اورګاډي په تم ځای کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ګڼ شمېر خلک د پریاګراج ښار ته د تګ لپاره د اورګاډو په تمه وو.
پریاګراج هغه ښار دی، چېرې چې دغه مذهبي مراسم ترسره کېږي چې د پلازمینې څخه شاوخوا ۶۲۴ کیلومتره مټره لرې پروت دی.


