لیک : ډاکټر لطیف یاد
له کومه وخته چې شهزاده محمد بن سلمان دسعودي عربستان دولیعهد په توګه ټاکل شوی دي دیوه پیاوړي او زیات واک لرونکي شهزاده په توګه یې دسعودي عربستان په دودیزه اومحافظه کاره ټولنه کې چې خلک یې دټولنیزو بدلونونو سره لږآشنا دي په یولړپراخو اوبنسټیزوبدلونو نو او ریفور مونو لاس پورې کړی دی.
شهزاده محمد بن سلمان د۱۹۸۵ زیږدیزکال داګست دمیاشتې په ۳۱ نیټه په ریاض کې زیږیدلی او دسعودي عربستان دواکمن ملک سلمان بن عبد العزیز ددریمې میرمنې فهده زوی دی.ده دسعودي عربستان په پلازمیینې ریاض کې دملک سعود په پوهنتون کې دحقوقوپه څانګه کې زده کړې کړي دي اوپه ۲۰۰۹ زیږدیزکال کې په ریاض کې په دولتي چارو ګومارل شوی دی. ووروسته په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زیږدیزوکلونو کې دخپل پلار ملک سلمان بن عبد العزیز چې په هغو وختونو کې ولیعهد ومشاوراو سلا کار و .
کله چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال دده پلار دسعودي واکمن شو نو دی یې دخپل ولیعهد په توګه وټاکه .
ویل کیږي چې دی دسعودي په سلطنتي کورنۍ کې تر ټولو پیاوړی او مقتدر سړی دی چې دخپلې ولیهعدۍ په وخت کې دروسیې دولسمشر پوټین او دامریکي دولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ځانګړې لیدنې کتنې کړي دي اودلویدیز په تیره بیا دامریکي د متحده ایا لتونو دپیاوړي ملا تړ نه برخمن دی او داسرائیلو سره هم خوږې اړیکي لري.
دسعودی عرب دغه ولیعهدپه دې اند دی چې په سعودي ټولنه کې ژور بدلونونه راشي ، خو مخالفین یې وایی چې دی دسعودي عرب دودیزه او عنعنوي ټولنه نه شي درک کولی، نو خکه دده یوشمیر ډیر هغه کسان چې دده پر پالیسیو نیوکې کوي په زندانونو کې شپې اوورځې تیروی.
همداراز دوه کلونه وړاندې هغه دسعودي دشاهي کورنۍ هغه غټ پوري چارواکي اوشهزاده ګان بندیان کړل چې دده په اند دمالي فسادونو په تور تورن ول او په بلیاردونو ډالره نا جایزه پیسې یې پیداکړې وې چې په هغو کې یوهم شهزاده ولید بن طلال و.
همداراز دده په ټولنیزوریفورمونو کې دښځودحقوقو په برخه کې بنستیزبدلونونه اودوی ته په دولتي چاروکې دپراخه ګډون حق غوښتونکی او ددوی فردي آزادیو ته وفاداره دی .
پخوا به په سعودي ټولنه کې ښځو داحق نه درلود چې ان موټر وچلوي .په آزاده توګه سفرونه وکړي ، اوس په سعودي عرب کې ښځو ته دبدني روزنې ، سپورت او نوروټولنیزوډګرونو کې پراخه ونډې ورکول کیږي .
ان ده ویلي دي چې ښځې به په کابینه کې دوزیرانو په توګه په کارونو وګوماري .
همداراز ده دسعودي ټولنې ځوانانو ته دازیری ورکړ چې دوی ته په دولتي اډانه او جوړښت کې پراخې ونډې اوپوسټونه ورکړلې شي چې پخوا به دشاهي کورنۍ په انحصار کې ول .
دده بل کار دا دی چې دده په اند به دهر ډول افراطیت سره به پراخه مبارزه کوي .
همداراز ده په سعودي کې دنویو تفریحي ځایونو اودډیرو سینما هالونو دجوړولو هوډ هم کړی دي .
له بلې خوا ویل کیږي چې یونیم کال وړاندې د ه د ترکیې په استانبول کې دسعودي عرب په کونسلګرۍ کې دسعودی عرب دتبعه قا شاقچي په وژلو کې هم لاس درلود او په همدې اونۍ کې یې دسعودي عرب د شاهي کورنۍ دوه اغیزمن کسان احمد بن عبدالعزیز، د شاه سلمان کشري ورور، اوپخوانی ولیعهد او دکورنیو چارو وزیر محمد بن نایف هم ونیول. ددې چټکو او ډراماټیکو بدلونونو سره سره دسعودي عرب ځینې محافظه کاره کړۍ خوښې نه دي او پر هغه نیوکې کوي او خینې په دې انددي چې د سعودي عرب په شاهي کورنۍ کې د واک پر سرروانۍ سیا لۍ او د شهزادګانو نیونې دسعودي داوسنی رژیم بنسټونه کاواکه( بې ثباته)کولی شي .


