دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې په میلیونونو تنه انسانان جدي‌ ناروغیو د ګواښ سره...

په افغانستان کې په میلیونونو تنه انسانان جدي‌ ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي

ويب ډیسک

په افغانستان کې په میلیونونو تنه انسانان د ولګې او په کافي‌‌ توګه د خوړو د نه ترلاسه کولو له امله د جدي‌ ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي.

 

دا خبره په انګلستان کې مرستندویه ټولنو په ترسره کړو څیړونو کې کړې ده .

 

یاد شوو مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې په سږني‌ ژمي کې ۸ میلیونه تنه د ولګې س له امله د جدي‌ ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي.

 

د ویلو ده چې د روان کال د اګست په ۱۵ مه نیټه د طالبانو لخوا ټول افغانستان د نیولو نه وروسته یو زیات شمیر مرستندویه هیوادونو پدې هیواد خپلې مرستې بندې کړې.

 

د نړۍوالو مرستو د بندیدو نه وروسته پدې هیواد کې د ناوړه اقتصادي‌ وضعیت لا پسې خراب او خلک د جدي‌ ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په افغانستان کې دولتي‌ کارکوونکو چې پخوا به يي‌ تنخواګانې د نړۍوالې ټولنې لخوا ورکول کیدې پدې هیواد د نړۍوالو مرستو د بندیدو له امله د تیرو څو میاشتو راهیسې تنخواګانې ندي‌ ترلاسه کړي.

 

د همدې امله خلک ښه پسې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي‌ دي. په نړۍ کې یو زیات شمیر مرستندویه ټولنو چې پخوا به يي د دولتونو نه فنډ ترلاسه کولو اوس خپل ټول پام فردي‌ مرسته کوونکو ته اړولی دی.

 

یو زیات شمیر نړۍوالې مرستندویه ټولنې پدې هیواد کې د جدي‌ بشري‌ ناورین په اړه اندیښمن دي‌ او خبرداری ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه