ویب ډیسک
نامعلومه کسانو د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او یوه مېرمنه یې ټپي کړې ده.
نامعلومه کسانو تېره شپه د خېوې ولسوالۍ اړوند شګې سیمه کې په یوه کور د چړو او تبرګیو په واسطه برید وکړ چې پر مهال یې د یوه ماشوم، یوې مېرمنې او یوه دیني عالم چې په سیمه کې د یوه مسجد ملا امام هم و، په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه مېرمنه ټپي شوې ده.
دغه سرچینه زیاتوي، چې وژل شوېو کسانو کې د یادې کورنۍ هغه ځوان هم شامل دی چې نېږدې یوه میاشت وړاندې یې واده کړی و.


