دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد چین پر وړاندې د امریکې عملياتي پلان بې ځایه دی

د چین پر وړاندې د امریکې عملياتي پلان بې ځایه دی

ويب ډیسک

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لی جیان د ډسمبر په ۱۵مه نېټه وویل، چې د چین پر وړاندې د امریکې د عملياتي پلان رښتينې موخه د چین ځپل او مخنیوی دی، او د دغه هېواد دا پلان میکاسیزم ته ورته دی، او په شوم نیت غواړي، خپلو سیاسي موخو ته ځان ورسوي.

یاد تش په نوم عملياتي پلان د امريکې د عدليې وزارت او د څار فدرالي ادارې په شمول د ځينو ارګانونو لخوا ترتیب شوی او د دې پلان په اړه خلک شک لري او په دې اند دي، دعواوې ښيي، چې د اسيايي الاصله کسانو پر وړاندې د امريکې د ټولنې تعصب مخ په سختېدو دی.

امريکا کې په ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونو کې د اسيايي الاصله امریکایانو پر وړاندې د زورزياتي پېښو شمېر ۷۱ سلنه لوړ شوی دی.

ښاغلي جاو لي جیان په اشارې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د یاد پلان زیاتره قضیې د پوهنې مالکیت له حقونو یا له سوداګريزوغلاوو سره هېڅ تړاو نه لري.

د امريکې د بېلا بېلو پوهنتونونو شاوخوا دوو زرو کارپوهانو په ګډه د دغه هېواد عدليې وزير ته پيغام استولی او پکې يې د دغه عملياتي پلان په هکله شکونه څرګند کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه