دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوړو نړیوال پروګرام وايي ،افغانستان کې لوږه د ټولو تر کورونو...

د خوړو نړیوال پروګرام وايي ،افغانستان کې لوږه د ټولو تر کورونو رسېدلې، وضعيت خورا خراب شوى.

ويب ډیسک

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له لا زیات کمښت سره د مخامخېدو په حال کې دی.

د دې پروګرام اجراییوي رییس ډېوېډ بسلي د امریکا فاکس نیوز ته ویلي، په ۲۰۲۲ز کال کې هره میاشت ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وشي.

“لوږه د ټولو تر کورونو رسېدلې. وضعيت خورا خراب شوى. څه باندې ٢٣ مېلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي.

پر دې برسېره نهه مېلیونه کسان همدا اوس له لوږې سره مخامخ دي. په تېرو مياشتو کې مې څو ځلې په روغتونونو کې له میندو سره کتلي او دا مې ليدلي چې ماشومان زما د سترګو پر وړاندې مري.

د ژمي په رارسېدو دا وضعيت لا پسې خرابېږي، ځکه میندې به په دې اړه فکر کوي چې خپل اولادونه له لوږې وژغوري او که له يخنۍ.

دا هغه وضعيت دى چې همدا اوس موږ ورسره مخامخ يو. هو، په ټوله کې وضعيت ښه نه دى.”

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکو توکو د کمښت او د اړتیا د پوره کېدو لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړې.

خو طالبان وايي، وضعیت دومره خراب نه دی څومره یې چې ډبلیو اېف پي یادوي.

اوسمهال په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف او د بشري بحران د پراخېدو ګواښ ورځ تر بلې لوړېږي او دا وضعیت هره ورځ نوې کیسې زېږوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه