لیک : داود افغان
د محمد ظاهر شاه پر وړاندې د کودتا افشا کېدل
د محمد ظاهرشاه پر وړاندې د یوې ناکامې کودتا هڅه لاندې کسانو کړې وه:
قوماندان خواجه نعیم، ګلجان وردګ، شعیه سید اسماعیل بلخي، محمد ابراهیم شهرستاني چې په ګاوسوار مشهور و، میرزا محمد اسلم خان د ټولګټو چارو مدیر، وکیل سیدعلي ګوهر غوربندي، میرزا عبدالطیف خان کابلی، محمد صفرخان بیات، د کابل ماشین خوني ټولی مشر محمد حسن خان بیات، کنډک مشر غلام حیدر بیات، محمد اسماعیل د سرخ و پارسا وکیل، کنډک مشر قربان نظرخان ترکمن، عبدالغیاث خان کوهستانی او یو شمېر نور کسان شامل وه.
یاد کسان د اتحاد په نوم د یوه پټ ګوند غړي وه او د غبار صاحب په قول چې د یاد ګوند موخه د شاهي نظام پرځول وه او د سلطنت پرځول یې د عدالت د تامین یواځينۍ لاره ګڼله. هغوی داسې پلان جوړ کړی و، چې د ۱۳۲۹ لمریز کال د نوروز ورځې په جشن کې چې هر کال د خلکو او حکومت لخوا د کابل ښار د سخي صاحب په زیارت کې لمانځل کيږي، د حکومت مشر (لومړی وزیر) د کابینې له ډېری غړو سره راځي او بیا د نیالګيو ايښودلو ورځ د لومړي وزیر لخوا پيل کيږي.
نو هغوی به د غونډي په وخت کې خپل حرکت پيلوي، لومړی وزیر او وزیران به وژنې او د پلان سره سم به واک ترلاسه کوي. خو د یادې کودتا پلان د ګلجان وردګ لخوا لومړي وزیر ته ورکړل شو، لومړي وزیر په یاده مېله کې ګډون وه نه کړ او په سبا يې ډېری کودتاچیان ونیول شول او تر ۱۴ کلونو پورې په زندان کې پاته شول، مګر هیڅ یو یې هم په اعدام محکوم نه شو. د حکومت د ادعا له مخې چې هغوی د بهر څخه د کودتا پلان تر لاسه کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د محمدظاهرشاه پر وړاندې تر هغې وروسته یوه بله کوتاه د عبدالمالک عبدالرحیمزي په نوم اعلان شوه او د کودتا په تور تورن کسان بندیان شوه. خو ویل کيږې، چې هغه یوه توطیه وه او کوم ښکاره ثبوت د دولت لاسته ور نه غلی


