دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد بښنې نړيوال سازمان وايي، تېرکال د ټولې نړۍ په کچه ۸۸۳...

د بښنې نړيوال سازمان وايي، تېرکال د ټولې نړۍ په کچه ۸۸۳ تنه اعدام شوي دي

 ويب ډیسک

د بښنې نړيوال سازمان وايي، تېرکال د ټولې نړۍ په کچه ۸۸۳ تنه اعدام شوي دي. دغه سامان خپل تازه راپور کې د اعدام ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، له ۲۰۱۷ کال راوروسته دومره شمېر کسان نه ؤ اعدام شوي.

ياد سازمان ویلي، د ټولې نړۍ په کچه ۲۰ هېوادونو ۲۰۲۲ کال کې خلک اعدام کړي او دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵۳ سلنه زياتوالی ښيي.

د ياد راپور له مخې تېر کال ايران ۵۶۷، سعودي عربستان ۱۹۶، مصر ۲۴ او امريکا ۱۸ تنه اعدام کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې تېر کال ۶ هېوادونو په بشپړ یا جزوي ډول د اعدام سزا له منځه وړې ده.

د بښنې سازمان په وينا، چين، شمالي کوريا او يتنام کې هم د اعدام سزواې ډېرې دي، خو په کې معلوماتو ته د نه لاسرسي او محدوديت له امله د اعدام شويو کسانو کره شمېره نه څرګندېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه