دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان څخه د ناټو تلل

د افغانستان څخه د ناټو تلل

لیکونکی: شیرازخان مومند

دا نړۍ د قاميت په بنياد چليږي او قامونه د قامي مفاداتو د لومړيتوب په بنياد پرمختک کوي …
دلته هېڅ ملګری او دښمن نشته بلکه د نړۍ د نظام په چلولو کښې هر قام د خپل قامي مفاد په مطابق خپله برخه اچوي او د خپل قامي مفاد په مطابق ترينه ګټه اخلي او پکښې ژوند کوي …
د نړۍ دا اصول دی چې دلته کمزوری قام داسې وي لکه په کور کښې نوکر چې په کور کښې ژوند کوي خو د غلام په حيثيت يعني د هغه حقوق د کور د مالک په خوښه وي چې د کور مالک څه غواړي هغه شان ورسره کوي …

دلته چې څوک هم څه دي هغه په خپل زور باندې دي…

امريکه افغانستان ته د مجاهد په شکل کښې راغله ، بيا پخپله مستقيم راغله اوس لاړه …
په دې ټول څلويښت کلن غوبل کښې امريکي هېڅ نقصان ندی کړی بلکه تر کوم حد پورې چې امريکي په دې سيمه کښې په مستقيم توګه خپل مفاد ترلاسه کولی شو هغومره هغوي ترلاسه کړه او اوس بېرته روان دي …
په سيمه کښې د امريکي مفادات او دغه مفاداتو ته خطرات اوس هم هغه دي کوم چې په کال 1946 کښې وو خو د دغه مفاداتو د دفاع لپاره وخت په وخت طريقي بدلې شوي دي چې او وخت په سيمه کښې د چين ، روس او ايران په شکل کښې يو نوی بلاک جوړېږي او دغه بلاک د امريکي او ناټو وجود ته خطر جوړېدی شي نو امريکي په سيمه کښې د وخت او حالاتو په رڼا کښې خپله د کار طريقه بدله کړه …

طالبانو دا جنګ نه ګټلی دی او نه يي بيللی دی ځکه چې په سهي معنو کښې دا جنګ نه وو بلکه يوه تماشه وه …
هغه تماشه چې مداريان يي په ميلو کښې کوي او خلک پرې غولوي خو چې کله مداري کور ته لاړ شي نو هغه او د هغه د تماشې ځناور ټول په يو شکور کښی په هغه تماشه کښې ګټلی شوو روپو باندې ډوډۍ خوري …

په دې جنګ کښې چا تاوان کړی دی نو هغه يو عام افغان دی چې افغانستان د افغانانو يوه لويه هديره شوه او د افغانانو دا څلويښت کاله ټول وژنه د تاريخ يوه الميه شوه …
په افغانستان کښې د طالب په جامه کښې دغه څلويښت کلن جنګ د انساني تاريخ تر ټولو تريخ ، بد ترين او اوږد جنګ و او تر قيامته به وي ځکه چې نړۍ اوس يوه نيوکليير نړۍ د او راتلونکي جنګونه به دومره دوامداره نه وي …

خبره دومره د چې افغانستان نه مخکې امريکي ساتلی و او نه به بيا ساتي …
افغانستان که لږ دی او که ډېر دی ، افغانانو ساتلی دی او افغانان به يي ساتي… امريکه ، روس ، چين يا نور خلک به په افغانستان کښې د خپل مفاد پورې کار کوي ، چې په طالب کښې يي مفاد وي نو طالب له به وسله او ډالر ورکوي او د افغانستان واک به طالب له ورکوي او چې په جمهوري افغانستان کښې يي مفاد وي نو طالب به غورځوي او د افغانستان ملي عسکرو له به وسله او کمک ورکوي او د افغانستان به ساتي …

نړۍ به هغه کوي څه چې د نړۍ په ګټه وي خو په دې هر څه کښې به مونږ ګورو چې زمونږ قامي مفاد څه کښې دی او مونږ خپل قام څنکه وساتو ، د خپل قامي ګټو دفاع څنګه وکړو او څنکه يي ترسره کړو …

د افغان تېر شوی که هر څنګه و خو د افغان راتلونکی دی طالب يا د امريکي په لاس کښې ندی او نه يي دوي ورانولی شي او نه يي جوړولی شي بلکه د افغان راتلونکی پخپله د افغان ځوان په لاس کښې دی …
افغان ځوان به دا پرېکړه کوي چې افغانستان به په نړۍ کښې په کوم حيثيت ژوند کوي ، د یو نوکر په حيثيت يا مالک په حيثيت…
افغان ځوان به دا پرېکړه کوي چې افغانستان به يو منظم هېواد وي او که د نړيوال قوتونو د جنګ ډګر …

د‌ افغانستان اصل ژوند به د امريکي د تګ نه پس پېل کېږي چې هغې کښې به د افغانستان د راتلونکي عکس ښکاره شي…

زه د افغان ځوانانو ته وايم چې امريکه پرېږدئ او دا فکر وکړئ چې تاسو څه کولی شئ…
د افغانستان څخه يو منظم هېواد جوړولو لپاره تاسو په افغانستان کښې سياست پېل کړئ ، يو داسې سياست کښې هغه يو عام افغان په خپله جغرافيه ، د جغرافيي په ارزښت ، مسايلو ، وسائلو ، نړيوالو خويونو او پاليسو باندې پوهه کړي…
ليک او لوست ته زور ورکړئ ، تخليق کار شئ ، سياسي شئ…
افغان ځوان که د نړۍ سره سيالي کول غواړي نو هغه دې خپل ولسمشر ، خپل پارليمان قوي کړي ، د خپلو سياسي او پارليماني غړو مټې دې قوي کړي…
د افغانستان بقا او پرمختګ فقط په پارليماني سياست کښې دی…
دا وخت د افغان ځوان لپاره سخت دی خو ورسره ډېر قيمتي هم دی چې په دې وخت کښې تاسو د يو نوي افغانستان بنياد کښېښودلی شئ …
په خپلو ځواکونو باور وساتئ…
راتلونکی ستاسو دی .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه