ويب ډیسک
ویل کېږي په دې اړه به اوس دیني عالمان په هېواد کې د اسلامي قانون په رڼا کې پرېکړه کوي چې ښځو ته په پوځ کې د دندو ترسره کولو لپاره اجازه ورکړي کنه.
د کویت د دفاع وزارت وايي ښځو ته یې له پوځ سره د یو ځای کېدو اجازه له دیني عالمانو سره له غونډې وروسته ورکړې وه خو ځینو دیني عالمانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنې لرلې.
تېر کال د کویت دفاع وزارت اعلان وکړ چې ښځې کولای شي چې په پوځي لیکو کې ورګډې شي او غیر جګړیزې دندې ترسره کړي. سلګونو ښځو وار دمخه د دې دندو ترلاسه کولو لپاره عریضې کړې دي.


