ويب ډیسک
وروسته تر هغه چې یو شمېر ښځو نن په کابل کې د طالبانو د نوو محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، مېرمنې باید د حجاب له حکم سره مخالفت ونکړي.
یاد وزارت نن یکشنبه ویلي چې مېرمنې باید د پردیو په لمسون غلطې نشي.
د طالبان د امر بالمعروف وزارت ویلي: “حجاب یو قراني حکم دی، مسلمان د قران له حکم سره مخالفت نه کوي، څوک چې له حجاب سره مخالفت کوي هغه د قران او پیغمبر له حکم سره مخالفت کوي، مونږ له خپلو مسلمانو خویندو څخه غواړو چې د پردیو په لمسونو غلطې نشي او د حجاب مخالفت ته یې څوک و نه هڅوي.”


