سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين له افغانستان سره د دويمې جوپې د ژمنيو توکو مرسته وکړه

چين له افغانستان سره د دويمې جوپې د ژمنيو توکو مرسته وکړه

چين له افغانستان سره د دويمې جوپې د ژمنيو توکو مرسته وکړه

 

له افغانستان سره د چين د بيړنيو بشري مرستو لپاره دغه هېواد ته د دويمې جوپې د ژمنيو توکو د سپارلو مراسم د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په کابل کې تر سره شول. په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو، د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د کډوالو چارو د سرپرست وزير مرستيال ارسلا خان خروټي او نورو چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

وانګ يو په دغو مراسمو کې وويل، چې افغانستان له جګړې وروسته اوس د بيا رغونې په تاريخي وخت کې دی، خو د اقتصاد او ټولنې له زياتو ننګونو سره مخ دی.

چين د افغانستان د ګاونډي هېواد او ښه ملګري په توګه له اوږدې مودې راهيسې د دغه هېواد پرمختګ ته پاملرنه کوي. اوس ژمی رارسيدلی دی، چينايانو افغانانو ته د جامو او کمبلو او بړستنو په شمول ژمني توکی ورليږلي، چې له دې څخه د چينايانو ګرم احساسات او د دواړو هېوادونو ټينګه دوستي څرګنديږي.

 

خروټي له افغانستان سره د چين له مرستو څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې نړيواله ټولنه د چين په شان له دغه هېواد سره کومکونه وکړي. هغه وويل، چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت د تازه جوړېدو په درشل کې چين له دغه هېواد سره د بشري مرستو اعلان کړی دی. دغه توکي به ژر د افغانستان خلکو ته ورسيږي او په ژمي کې به د دوی ژوند ته ضمانت برابرې کړي. هغه په ورته وخت کې له امريکا څخه هم غوښتنه وکړه، چې د افغانستان کنګل شوې پيسي ژر ازادې کړي، تر څو په دغه هېواد کې سخت بشري بحران او اقتصادي ستونزې حل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه