دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين د جي ۷ هېوادونو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي،...

چين د جي ۷ هېوادونو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د چين ګټې خرابوي

ويب ډیسک

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د هانکانګ، شينجيانګ، تايوان او جنوبي سمندر په اړه ټينګ او څرګند دريځ لري او د جي ۷ هېوادونو له هغو کړنو سره کلک مخالفت کوي، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه او بې اساسه تورونه پرې لګوي او ګټې يې زيانمنوي.

 

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ايليزابيس تروس په دې وروستيو کې د جي ۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په تړاو ويلي، چې دوی د چين د هانکانګ، شينجيانګ، ختيځ سمندر، جنوبي سمندر او تايوان په اړه خبرې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، د امريکا او بريتانيا نفوس د نړۍ په عمومي نفوسو کې ۵ سلنه نيسي، اقتصاد يې ډېره وده او پرمختګ کړی، عصري طبي تکنالوژۍ لري، خو په دغو دوو هېوادونو کې، د کرونا وبا له امله د مړو شمېر په جلا جلا توګه د نړۍ د مړينې په عمومي شمېر کې ۲۳سلنه او ۱۸ سلنه نيسي.

چين له امريکا، بريتانيا او د دوی ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې د خپلو خلکو ژوند او روغتيا وساتي او د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په پلمه دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې پای ته ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه