دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفواد چوهدري :تحريک طالبان پاکستان که ايين نه مني جنګ به...

فواد چوهدري :تحريک طالبان پاکستان که ايين نه مني جنګ به ورسره کيږي.

ويب ډیسک

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري وايي هره سختدريځه ډله چې د پاکستان قانون ومني، خبرې ورسره کېدای شي.

 

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو په اړه د ریاست پالیسي واضحه ده چې که ايين نه مني جنګ به ورسره کيږي.

 

”د ټي ټي پي سره که د مذاکراتو خبره کيږي نو دا درته ووايم چې زموږ پيغام ساده دی. څوک چې د پاکستان ايين او قانون ومني او ټيټ سر ورسره روان شي نو موږ به هم ورسره روان يو. که داسې نه وي نو موږ پخوا هم جنګېدلي يو او بيا به هم جنګېږو.”

 

ناقانونه تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له وفاقي حکومت سره د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې اوربند کړی وو. خو ټي ټي پي ويلي چې دا اوربند ځکه نه غځوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له لوظنامې د سرغړونې په کولو سره د دوی ملګري په نښه کړي دي. پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي.

 

د اوربند نه غځولو پس د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو ځايي چارواکو یوځل بیا د یوشمېر بریدونو راپورونه ورکړي دي. د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه د شمالي وزیرستان د سپینوام په اباخېل سيمه کې د سړک

غاړې ښخ بمونو چاودېدو په نتيجه کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

 

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په ټانک کې د ګوزڼ (پوليو) واکسين پر کمپاين شوي بريد کې يو پوليس وژل شوی وو. د ټانک تاڼې د پولیسو مشر نور اسلم د دیسمبر په یادې رسنۍ ته وويل چې دا حمله په ګره ښاده سيمې کې شوې.

د هغه په خبره په ډزو کې د پوليو کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی خو هغوی سره د امنيت لپاره موجود سپاهي وژل شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

 

دا په ټانک کې په دوو ورځو کې د پوليو واکسينو په ساتونکو پوليسو دوهم برید دی. د دیسمبر پر ۱۱ هم يو پوليس والا وژل شوی او بل زخمی شوی وو چې زمه واري یې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه