دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشمالي وزیرستان کې په بريدونو کې يو عسکر وژل شوی او دوه...

شمالي وزیرستان کې په بريدونو کې يو عسکر وژل شوی او دوه ټپيان شوي دي

ويب ډیسک

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په بريدونو کې يو عسکر وژل شوی او دوه ټپيان شوي دي.

يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا مرګ ژوبله د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه د سپینوام اباخېل سيمه کې د سړکغاړې ښخ بمونو چاودېدو په نتيجه کې اوښتې ده.

ژوبل عسکر د ميرامشا روغتون ته وړل شوی دی. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په ټانک کې د پوليو د واکسينو پر کمپاين شوي بريد کې يو پوليس وژل شوی وو.

د ټانک تاڼې د پولیسو مشر نور اسلم د دیسمبر په دولسمه یادې رسنۍ ته وويل چې دا حمله په ګره ښاده سيمې کې شوې.

د هغه په خبره په ډزو کې د پوليو کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی خو هغوی سره د امنيت لپاره موجود سپاهي وژل شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

دا په ټانک کې په دوو ورځو کې د پوليو واکسينو په ساتونکو پوليسو دوهم برید دی.

د دیسمبر پر ۱۱ هم يو پوليس والا وژل شوی او بل زخمی شوی وو چې زمه واري یې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه