دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهین اګلنډ : له بریټانیا او ځینو نورو هېوادونو غوښتي چې افغانستان...

ین اګلنډ : له بریټانیا او ځینو نورو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته خپل ډیپلوماټان واستوي.

ويب ډيسک

د ناروې د کډوالو شورا مشر، ین اګلنډ له بریټانیا او ځینو نورو هېوادونو غوښتي څو د نجونو او ښځو د زده کړو او لږکیو د حقونو لپاره د مبارزې په موخه افغانستان ته خپل ډیپلوماټان واستوي.

ین اګلنډ کابل کې د بریټانیا د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه افغانستان کې د بریټانیا پر مرستو د څار کمېشنر، هوګ بیلي خبرو ته په غبرګون زیاته کړې چې مرستندویه بنسټونه افغانستان کې د بودیجې د کمښت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هوګ بیلي تر دې وړاندې ویلي و، دا چې افغانستان کې د بریټانیا مرستې ۵۰ سلنه پر ښځو متمرکزې دي، نو په خبره یې، دغه هېواد کې له ډیپلوماټیک حضور پرته اړمنو ته د مرستو له رسېدو ډاډ ترلاسه کېدل امکان نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه