ويب ډیسک
د پخواني ولسمشر حامد کرزي نن خبري کنفرانس کې وویل چې
د امریکا له لوري کنګل سوي پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نهدي، دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.
هغه زیاته کړه چې هیڅ دولت د هیواد د ملي خزاني څښتن نه دی، د هیواد د ملي خزانې څښتن یوازي افغان ملت دی.
کرزي وویل چې اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نهو راوړی؛ بلکي بهرنیانو افغانستان ته راوړی و.
د افغانستان خلک د ترهګرۍ قربانیان دي او څوک قرباني ته جزا نهورکوي.
اسامه بن لادن د پاکستان په خاوره کي وژل سوی.
اسامه بن لادن له پاکستانه افغانستان ته راغلی و او بېرته هلته ستون او ووژل سو.
کنګل سوي پیسې باید بېرته د افغانستان مرکزي بانک ته ستنې سي، خو باید مصرف نه سي. دا پیسې د ورځني مصرف لپاره نهدي؛ بلکي د افغانستان د خلکو پانګه ده چي باید خوندي سي.
زه او ټول افغانان له حکومت سره د افغانستان مرکزي بانک د پیسو په راستنولو کي همکار یو، خو د دې پیسو له ستنولو وروسته باید دا پیسې مصرف نه سي.
کرزی په اسلامي امارت غږ وکړ چې باید یوې ملي ناستي یا لویي جرګې ته زمینه برابره کړي، څو له لاري یې خلک د هیواد د راتلونکې په اړه پکښي پرېکړه وکړي.
کرزي وویل چې ده او د ملي پخلایني عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په یوه لیک کي له اسلامي امارته غوښتنه کړې چي هیواد ته د سیاسیونو د راستنولو شرایط برابر کړي. او هغه زیاته کړه چې په پوره توان د افغان شتمنیو راګرځولو لپاره مبارزه کوم .


