لیک : فضل اشنا
ډاکټر لياقت تابان پښتانۀ به حثیت قام په روان انټرنېټي او روبوټیک سماج کې چې د نړۍ د جديديت تانده ځواني ده، ښکاره کړي دي ،موږ من الحيث قوم لا وږي او لاستړلي ډک سترخوان ته ناست يو ، او لويه الميه خو لا دا ده چې نړيوال موږ ته خوراک په خيرات کې راکوي، د ژوند نوري چارې خو دي د پرمختللو قامونو او هېوادونو په لاس کې، بله خبره دا ده چې موږ ډېره غښتلې او شتمنه جغرافيه لرو ، چې د ژوند د آغاز څخه زموږ دپاره راغلې يا خدای موږ پر دغه شتمنه جغرافيه پېرزو کړي يو ، خو اوس هم د يادې جغرافیې وګړي مطلب پښتانۀ افغانان د مهاجرت، غربت ژوند کوي، ټول قامونه پر خپلو مځکو او وسايلو اباد او ماړه دي خو يو موږ يو چې اوس هم په اين جي اوز او په دباندينيو مرستو د ژوند پايه اړو وو ، د حميد بابا شعر راياد سو چې ..
پـــر تـمام جــهـان قــــراره قـــراري ده
پر حـميـد باندې د غـم مـغل را وخـوت
حميد بابا
د ياد اجتماعي استحصال او فکري جمود د جوړېدو د حل لاره ښاغلي ډاکټر لياقت تابان په خپل نوي کتاب”د سياست معشيت ادب تړاؤ او د پښتنو شتمنۍ” تر سرلیک لاندي په اکيډمک انداز ښکاره کړېده.
ياد کتاب کې د قامي او معلوماتي موادو سره سره يو بل ډېر ښه قدم دا دئ، چې په پښتني سياست کې اول وار يو داسې کتاب منځ ته راغلئ، چې د پښتنو او پښتونخوا جغرافيايي ارزښت او وسائل په کې ښکاره شوي دي ، او د قام د هر اړخيزي غلامۍ، استحصال،فکري غلامۍ سوب، او د هغه د حل لار په کې وړاندې سوې ده، ښاغلی ډاکټر لياقت تابان يو ډېر ښه اديب او د قامي سياست يو ډېر فعال غړی دی، که څه هم ښاغلی ډاکټر پر څېړنو او يونليکونو لاسبری دئ، خو د سياست د ليک اړخ يې په دې روب لري چې هر څه يې د نېږدې ليدلي دي، بل د طب په برخه کې ډېره ښه پوه لري چې د هم هغه ډاکټرۍ د لارې يې د قام نفسياتي جاج اخيستی دی او د پرله پسې ناروغیو لامل يې د قامې سياسي شعور نه شتون او سياست نه کول بللی دی،
ياد کتاب 116 مخونو کې چاپ دئ، خو دا موضوع چې ښاغلي ډاکټر لياقت تابان را موښلولې ده، آغاز دئ ، پر ياده موضوع پراخ مواد راټوليږي او پر هر اړخ يې ځان ځان ته تحقيق تر سره کيږي . په ياد کتاب کې ښاغلي ډاکټر لياقت تابان پر نړيوال سياست او د هغوی پر روان معاشي نظام باندې خپل اند د ټولنې سره شريک کړی دی، پنځه نړيوال نظامې بدمعاشان، چې د ټولي نړۍ و معيشت او اقتصاد ته يې ضربه رسولې ده. څلوېښت کلن جنګ چې شل کاله روس او شل کاله امریکې وکړ د هغه دواړو بدمعاشانو د جنګ کولو سوب ته يې د ټولني او اولس فهم اړولی دی، له افغانستان څخه زورور ولې نه ګرځې او هر وخت يې د افغانستان د نيولو او اشغالولو هڅه کړېده، ګټه يې وړېده خو زه يې وژلی او معيوب کړی يم ، د افغانستان څنګلوري هېوادونه زموږ بالخصوص د افغانستان په هکله کوم نظر لري، او زموږ مات قامي سياست مات قامي وحدت، تقسيم در تقسيم اولس څه کوي او څه غواړي؟
چې پوښتنه ورڅخه وسې چې ته په نړيوال کلي کې څه لرې ؟
دی ماضي ته وزغلي د تورو د اجتماعي مرګونو ډالۍ درته راوړي، کوم ملت يا قوم چې په حال کې څه نه لري او نه د مستقبل دپاره کوم پروګرام لري نو هغه ولاړ سي په ماضي کې پناه واخلي، چې دا د مړه او بې وسه بلکې غلام قام ژوندی علامت دی، زموږ قامې ګوندونه څه کوي پارلماني سیاسي سسټم پر کوم ځای ولاړ دئ، زموږ هنر مند په کوم حالت کې شپې تېروي، زموږ دانشوره ډله په هوټلونو کې لوښي پرېولي…
ترې دې يوه کسه راياده سوه..
په کراچي کې په يو مارکېټ کې چيري چې” زه هم مزدور کوم ” روان وم يو اشنا مې ږغ راباندې وکړ چې يو هلک راغلی دی هم دلته مزدوري کوي، ستا سره ليدل غواړي، چې کله ورسره کښېنستم ياد غلام مزدور ابراهيم جان نومېدی، د باجوړ دئ، روانه شاعري کوي کتاب يې چاپ وو اوس بل چاپ ته تللی وو ، د سياست او ادب په هکله يې داسې معلومات درلودل چې فکر ورته يوړم ، يو شپه يې ملاقات ته ورغلم دی نه وو , خو يو چا يې د اوسېدو ځای راوښوی، چې هم دلته پاته کېږي، په ايمان ډېر مې وژړل، ټوله ورځ رېړۍ کشوي دشپې مهال مطالعه کوي، د پرېوتو دپاره يې پارسلان هوار کړي وو ، د اذيت انتها ده، خير
د غلام قام هنرمند او تخليق کار به هم داسي وي .
زړۀ مې ډک سو تاسو د ډاکټر لياقت تابان صېب ياد کتاب مطالعه کړئ، چې د قامي سياست ريښتنې لار په لاس درکړي، زه به د رضا محمد رضا نوی کتاب چې پر شهيد عثمان لالا يې ليکلی دئ، هغه به مطالعه کړم ، نن لا رخصتي لرم سبا بيا مزدرۍ ته ځم …


