ويب ډیسک
د امریکا د کانګرس څېړنیز مرکز د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې وايي، پاکستان تر ډېره د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې فعال او ناسم رول لوبولی دی.
که پاکستان، روسیه، چین او امریکا د قطر په څیر ملګري وغواړي طالبان ومني، امریکا منزوي کولی شي.
په راپور کې دا هم راغلي چې له طالبانو د دغو هېوادونو ملاتړ د امریکا له لوري تر پښو لاندې کولی شي.
د امریکا د کانګرس د څېړنو مرکز یوه اضافي اداره ده چې د امریکا د کانگرس د فکر خونې په نوم یادېږي دا موسسه به هیڅکله په مستقیم ډول قانون ته ونه ځي، خو د کانګرس، سنا او حتی د سپینې ماڼۍ په ډېرو پرېکړو کې یې څېړنې او راپورونه اغېزمن دي.
د افغانستان په اړه د دې مرکز وروستی راپور د امریکا له قانون جوړونکو سره هم مرسته کوي چې د افغانستان اړوند مسایلو په اړه باخبره پرېکړه وکړي.
د دغه مرکز راپور وايي چې ډېری څارونکي پر افغانستان د طالبانو تسلط د پاکستان بریا بولي او په افغانستان کې د خپل نفوذ په پیاوړتیا سره د هغو موخو د پرمخ وړلو په لټه کې دي چې له څو لسیزو راهیسې هڅې کوي. د هند د نفوذ محدودولو په شمول.
په دې راپور کې ویل شوي چې پاکستان پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته نړۍ واله ټولنه له طالبانو سره په ډیپلوماتیک تعامل قانع کړې ده.
تر دې وړاندې په واشنګټن کې یوه څېړنیز مرکز هم اعلان کړی و چې طالبانو له پاکستانه غوښتي چې د رسمیت پېژندلو لپاره لابي وکړي.
د امریکا د کانګرس څېړنیز مرکز خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت منل چې بشري حقونو ته پکې درناوی نه وي، د امریکا لپاره سخته ننګونه کېدای شي.


