ويب ډیسک
مرستندویه ټولنې: ایراني چارواکي هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته افغانستان ته شړي.
یو شمیر هغو کسانو چې له ایران څخه ایستل شوي نړیوالو خبري اژانسونو ته ویلي چې د افغانستان پولې ته له انتقالیدو دمخه په ایران کې په ګڼه ګوڼه او توقیف خانو کې ساتل شوي او ایراني مسولینو ورسره بد چلند کړی دی.
ګڼو افغان مهاجرو ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر انسانان نه ګڼي او ادعا یې کړې چې په توقیف ځای کې په دې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه لري د ایراني مسولینو له لورې وهل شوي او ټکول شوي دي.


