دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي مبارز ملا مومن غلجی

ملي مبارز ملا مومن غلجی

لیک : ډاکټر لطیف یاد

زموږ دخپلواکۍ په اتلانو او ملی مبارزینو کې چې دافغان – انګریز په لومړۍ جګړه (۱۸۳۹-۱۸۴۲ زیږدیز/میلادي ) کې یې توري وهلي دي او له ځانه یې میړانه ښودلې ده یو هم ملا مومن غلجی و چې له اره پښتون غلجی او یو جید عالم او ملااو ملي مبارز و.
په هغه وخت په کابل کې دانګریزانو سفیر سر ویلیم مکناټن و چې دبریتانوي هند په استازیتوب په کابل کې ددوی نماینده او استازی و او عا م او تام واک او صلاحیت ورسره و.

ملي مبارز وزیر اکبرخان او نورو ملي مبارزینو له مکناټنه وغوښتل چې ددوی سره خبرې وکړي څو دا فغانستان نه دانګریزانو دپوځونودو وتلو په اړه یوې پریکړې ته سره ورسیږي .

په هغه وخت کې په کابل کې دانګریزانو چهاو ڼۍ دکابل دبي بي مهرو ( بیمیارو) کې وه . انګریزانو پریکړه وکړه چې د( ۱۸۴۱ ) زیږدیز/میلادي کال ددسامبر په ۲۳ نېټه دوزیر اکبر خان او نورو ملي مبارزینو سره خبرې وکړي .

دانګریزانو سفیر مکناټن ، کپټین تریو،کیپټین میکنزي او کپټین لارینس دسپرو دیوې ډلې سره دبي بي مهرو دچهاوڼۍ نه راووتل او دمحمود خان دکلا جنوبي برخې ته چې دانګریزانو دچهاوڼۍ نه یې ۶۰۰ ګامه واټن درلود روان شول.

کله چې مکناټن او ملګري یې هلته ورسیدل نو ویې لیدل چې نور ملی مبارزین دوزیر اکبرخان سره پر ډبرو ناست دي چې په هغو کې غازي محمد شاه خان غلجی باباکرخیل ، ملا مومن غلجی ، خدابخش خان ، سلطان احمد خان او دوست محمد خان هم ول .

کله چې دسلطان ا حمد خان سنر ګې پر مکناټن ولګیدلې نو هغه ته یې وویل راشئ چې کښينو ، خبرې اترې وکړو او یوې پریکړې ته سره ورسیږو.

وروسته دوی یو څادر وغواړه او انګریزان او ملي مبارزین سره خبرو ته کښیناستل .وزیر اکبرخان مکناټن ته وویل : چې تاسو تل دروغجن یاستئ او زموږ افغانانو سره مو تل دوکې کړي دي .

تاسو بل هیڅ نه غواړئ یوازینۍ موخه او مقصد مو دادی چې زموږ پر هیواد دایمي تسلط او واک ولرئ. وزیر اکبرخان دا خبره هم مکناټن ته په ډاګه وکړه چې موږ پر تاسو هیڅ باور نلرو او غواړو چې تاسوزموږ سره برمته وئ او تر هغه مو نه خوشي کوو چې ستاسو ټولو پوځونو زموږهیواد نه وي وتلي .

دوزیر اکبرخان او مکناټن دغه خبرې پنځلس دقیقې ( منټه ) روانې وې ، خو وزیر اکبرخان دوی بې وسلي کړي وواو ددوی دنیولو امر یې ورکړ.

وزیر اکبرخان مکناټن له لاسه ونیوه او راکش یې کړ و خو کله چې مکناټن له ځانه مقاومت وښوده نو دانګریزانو هغه محافظ ګارډ چې دمکناټن سره دخبرو ځای ته راغلی وو او افغاني محا فظینو سره ډزې پیل کړې .

په دغه وخت اکبرخان په کابل کې دانګریزانو سفیر مکناټن او سلطان احمدخان کپټین تریو ووژل .

وروسته ملي مبارزینو میکنزي هم واژه ، خو غازي اکبرخان هغه دملي مبارزینو نه وژغوره او ورته یې مخ ورواړاوه : تاسو راغلي وئ چې زموږ هیواد ونیسئ دا به مو حال وي ؟

تر هغې وروسته ۲۴ کلن غازي اکبرخان دافغانستان دولس له خوا دیو پوځی اتل په توګه وپيژندل شو .

همداراز ملا مومن غلجي دافغانستا ن دیوه ملي مبارز په توګه دانګریزانوپر خلاف په ډیرو نورو جګړو کې هم خپل هیواد پالونکی رسالت تر سره کړ.

دملا مومن غلجي ، غازي اکبرخان او دخپلواکۍ دنورو ملي اتلانو ارواوې دې ښادې وي !

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه