
د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ نېټې تایید کړې دي.
د نړیوالو ورزشي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان په یوه لیک کې د بورډ سوداګریزو او رسنیزو شریکانو ته ویلي چې له هند سره د افغانستان د کوربهتوب سیالیو مهالوېش وروستی شوی او د هند کرېکټ بورډ (BCCI) ورسره هوکړه کړې ده.
د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د سپټمبر په ۱۳مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي. دویمه او درېیمه لوبه به هم په همدې لوبغالي کې د سپټمبر په ۱۵مه او ۱۷مه ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په لیک کې ویلي چې د هند د ۲۰۲۶ کال سفر به د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې دوام وکړي او د سیالیو نېټې او د لوبو ځایونه له هندي کرېکټ بورډ سره وروستي شوي دي.
خو بورډ ټینګار کړی چې د لړۍ رسمي عامه اعلان لا نه دی شوی او وروستی اعلان به د اړوندو ادارو له لوري ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، دغه لیک یې د دې لپاره خپور کړی چې رسنیز او سوداګریز شریکان وکولای شي د سیالیو لپاره خپل چمتووالی، خپرونې، د کارکوونکو تنظیم او نور اړوند پلانونه له مخکې برابر کړي.

