یونیسکو: افغان نجونو او ښځو ته دې د زده‌کړو حق په بشپړه توګه بېرته ورکړل شي

0
60

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادۍ له تېرو پنځو کلونو راهیسې په پرله‌پسې ډول محدودې شوې دي.

د یونیسکو په وینا، افغان نجونې له منځنۍ او لوړو زده‌کړو څخه بې‌برخې دي، ښځې له ډېرو معاش لرونکو دندو او له هغو مسلکونو څخه چې له خلکو سره مخامخ کار لري، ایستل شوې دي او د سفر لپاره ورته د محرم شتون اړین بلل کېږي. دغه سازمان زیاتوي چې ښځې د تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو پر وړاندې د قانوني خوندیتوب په برخه کې هم له خنډونو سره مخ دي.

یونیسکو ویلي، چې د ښځو له عامه ژوند څخه د ایستلو له امله په افغانستان کې د نجونو یوه نوې نسل له زده‌کړو پرته لویېږي او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان په وینا، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له لومړنۍ کچې پورته یې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو رسمي بندیز لګولی دی. د ۲۰۲۶ کال تر معلوماتو پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې‌برخې پاتې دي.

یونیسکو وايي، د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو په برخه کې شوې لاسته‌راوړنې هم بېرته شاته کړې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو ښوونیز لاسرسی ډېر محدود و، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په منځنیو زده‌کړو کې شاملې شوې وې.

دغه سازمان ټینګار کوي چې له زده‌کړو څخه د نجونو او ښځو دوامداره محرومول د زده‌کړې د اساسي بشري حق جدي نقض دی او د افغانستان لپاره د اوږدې مودې اقتصادي او ټولنیزې پایلې لرلای شي. د یونیسکو په وینا، دا وضعیت کولای شي بېوزلي لا ژوره کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره د انساني وړتیاوو د له منځه تلو لامل شي.

یونیسکو زیاتوي، په داسې حال کې چې نږدې نیمایي افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، ښځو ته د زده‌کړو او کار محدودول د دې لامل کېږي چې هغوی ونه شي کولای د خپلو کورنیو په اقتصادي ملاتړ کې بشپړه ونډه واخلي او د هېواد په اقتصادي راتلونکي کې ونډه ولري.

د دغه سازمان په وینا، له زده‌کړو څخه د نجونو او ښځو محرومیت د هغوی پر هوساینې، رواني او جسمي روغتیا هم منفي اغېز لري او د کم عمره ودونو خطر زیاتوي.

یونیسکو ویلي، د نجونو د زده‌کړو ترڅنګ د ښځینه ښوونکو پر کار هم محدودیتونه د ښوونکو کمښت لا زیاتوي. د سازمان په وینا، د ښځینه ښوونکو له خوا د هلکانو د تدریس مخنیوی د ښوونکو کمښت زیاتوي او د ټولو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو پر کیفیت منفي اغېز کوي.

یونیسکو وايي، د محدودیتونو له دوام سره سره هڅه کوي افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو بدیلې لارې برابرې کړي. د دغه سازمان په پروګرامونو کې د ټولنې پر بنسټ زده‌کړې، د سواد زده‌کړه، د مهارتونو پراختیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ شامل دي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې دا پروګرامونه د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو بدیل نه شي کېدای، خو د محدودیتونو تر دوام لاندې د زده‌کړو د دوام لپاره مهم فرصتونه برابروي.

یونیسکو ویلي، له نړیوالې ښوونېزې ملګرتیا، اروپايي ټولنې او کاناډا سره په ګډه هڅه کوي چې زده‌کوونکو ته یوازې د زده‌کړې فرصتونه نه، بلکې خوندي چاپېریالونه هم برابر کړي، څو هغوی خپل باور پیاوړی، له ستونزو سره د مقابلې وړتیا لوړه او د راتلونکي لپاره چمتووالی پیدا کړي.

د یونیسکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۷۰ زره زده‌کوونکو د دغه سازمان له پروګرامونو ګټه اخیستې ده چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي.

دغه سازمان وايي، یوه تازه څېړنه ښيي چې د سواد زده‌کړې او د مهارتونو د پراختیا پروګرامونو د کورنیو د عوایدو په زیاتېدو او د ژوند د شرایطو په ښه کېدو کې مثبت اغېز لرلی دی.

یونیسکو زیاتوي، د زده‌کوونکو تجربې ښيي چې زده‌کړه یوازې د پوهې ترلاسه کول نه دي، بلکې د عزت، ځان‌باورۍ او له ستونزو سره د مقابلې یوه سرچینه هم ده. د سازمان په وینا، زده‌کړه له ښځو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي چې له ناڅرګندو شرایطو سره ښه مقابله وکړي او د راتلونکي لپاره هیله وساتي.

یونیسکو ویلي، افغان نجونې او ښځې د زده‌کړې، کار، ازاد تګ راتګ او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق لري او نړیواله ټولنه باید د هغوی د بشري حقونو تر بېرته تأمینېدو پورې دې موضوع ته پاملرنه روانه وساتي.

دغه سازمان ویلي، جنسیتي برابري یې له ستراتیژیکو لومړیتوبونو څخه ده او یو ځل بیا یې پر ښځو او نجونو هر ډول تبعیض غندلی دی.

یونیسکو په خپله اعلامیه کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې حق د «سمدستي او بې‌قیدوشرطه» بېرته اعاده کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټولنو او باوري شریکانو په همکارۍ به د زده‌کړې، عزت او فرصتونو لپاره د شته ټولو ممکنو لارو د ساتنې هڅو ته دوام ورکړي.