دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههوګ بیلي وایي: بریټانیا باید کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هوګ بیلي وایي: بریټانیا باید کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

ويب ډيسک

افغانستان کې د بریټانیا د مرستو پر څار یو کمېشنر، هوګ بیلي وایي بریټانیا باید کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هوګ بیلي چې مې میاشت کې له کابله لیدنه کړې، وایي، دغه چاره به له افغان ښځو د ملاتړ او افغانستان کې پر بریټانیایي مرستو د څار په برخه کې مرسته وکړي.

ګارډین ورځپاڼې د هوګ بیلي په حواله لیکلي، دا چې افغانستان کې د بریټانیا مرستې ۵۰ سلنه پر ښځو متمرکزې دي، نو په خبره یې، دغه هېواد کې له ډیپلوماټیک حضور پرته اړمنو ته د مرستو له رسېدو ډاډ ترلاسه کېدل امکان نه لري.

هوګ بیلي وایي، افغانستان کې نړۍوالې نادولتي موسسې هم د هېوادونو د ډيپلوماټیک حضور پر نشتوالي اندېښمنې دي او په خبره یې، دغې چارې یې افغانستان کې فعالیتونه سخت کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه