یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد کږلیو (Taboo) خیالونو شاعر

د کږلیو (Taboo) خیالونو شاعر

لیکنه :بارکوال میاخېل

ګیله من داسې ګیله منه، له قهر او غوسې ډکه شاعري وکړه چې ډېر غوږونه یې د اورېدلو توان هم نه لري، دا نو څه شاعري ده چې تش پر سټېجونو په زرګونو او لکونو خلکو واورېده او د هغوی په زړونو او روحونو کې یې د خپلې خاورې د مینې زړي را وټوکول او د خپلې خاورې د دوښمن خلاف یې د انتقام بڅري بل کړل، دا اوس شاعري ده چې په اورېدلو یې خلک د کور د کوټې په کونج کې وبوږنیږي او په دې ووېرېږي چې په اورېدلو یې د غلامۍ زرین طوق له غاړې ونه لوېږي، دې ته به لا هم د شعر د دین په فتوا شعر وویل شي؟

کله ترهګر شمه او کله مهاجر او غدار
دومره ذلیل په خپل وطن یمه چې حد نه لري

ګیله من ته پکار وو داسې “سنجیده” شاعري یې کړې وای چې په «سباوون» مجله کې د دې دور د سترو شاعرانو له شعرونو سره د منځ په پاڼو کې خاص ځای ورکړل شوی وای، ګیله من ته د داسې شاعرۍ مشوره ورکول پکار وو چې تل د «سوله» ورځپاڼې پر دویم مخ چاپېدلای او په هر دفتر کې خلکو لوستلای، ګیله من باید داسې شاعري کړې وای چې د «لار» ویبپاڼې چلوونکو ورته سوال زارۍ کولای، دا نو څه شاعري ده چې ده وکړه نه یې د مجلو چلوونکي د چاپولو زړه کولای شي، نه یې د رسنیو خلک په خپرولو خپلو نوکریو ته خطر پېښولای شي او نه د ویبپانو چلوونکي پرې خپل معیار خرابولای شي، داسې شاعرۍ ته به نقادان د کوم نقد پیمانې راوړي؟

ملګرو! د لیلا په څنګل پروت سړی خبر کړئ
چې غواړي ازادي سر به ښندي په انقلاب کې

ګیله من که هر څومره او له هر چا ګیله من وو خو په شاعرۍ کې به یې د ګیلو پر دې سکروټو لږ سړې اوبه شیندلای او له غوسې ډکو مسریو ته به یې د شاتو اوبو ورکولای، بیا کېدای شوای د دې عصر د ښو شاعرانو په کتار کې شاته یو ځای ورکړل شوی وای، بیا کېدای شوای د ژوند په اخر کې «د امتیاز تمغه» ورکړل شوې وای، بیا کېدای شوای د «بین القومي» او «نړیوالو» مشاعرو بلنې او ټکټونه ورکړل شوي وای، خو ده ظالم په خپلو شعرونو کې تش د سرو وینو، ماتو اندامونو، زګېرویو، چیغو، دردونو، ناانصافیو، ظلمونو، بې ستریو، بې کوریو، دوزخونو او ویرونو خبرې را اخیستې دي او خوشاله وو چې د مشاعرې د څلوېښتو پینځوسو اورېدونکو- هغه هم اکثره شاعرانو- پر ځای یې په لسګونو زره خلک شعرونه اوري او وینه یې په جوش راولي، یاره دا نو اوس شاعري ده:

کومه بلا چې موږ په ټول جهان کې نه غوښتله
هغه بلا پښتونستان ته څنګه ورسېده؟

نظم خو هغه نظم وي چې یو څه ابهام ولري او خلک په پوه نه شي خو ژبه پرې وټکوي، نظم خو هغه نظم وي چې یو زخمي زخمي وطن یې په داسې خیالي خوشالۍ کې انځور کړی وي چې استعارې او کنایې یې له اسمانه راغلې وي او د وخت نقادان یې “شاهکار” وبولي، د ګیله من نظمونه هم اوس نظمونه دي چې هر شپون، هر بزګر، هر دوکاندار او رېړۍ وال په پوهېده، دا لا څه نظمونه دي چې په اورېدلو سره یې د خلکو روح لړزېده، وېښته یې جګ درېدل او نقادانو ته پرې خندا ورتله، دې ته به هم څوک نظمونه وایي چې د زندانونو، د اپرېشنونو، د چیک پوسټونو، د تورتمونو او وحشتونو له ذکره ډک وي.

ګیله من که واقعي شاعر وای د شعري ټولګې نوم به یې د «اویا کاله برباد شومه!» پر ځای «اویا خوبونه» وای او ګیله من که واقعي شاعر وای د شعري ټولګې مخکتنه به یې د هېواد لویو ادبي ټولنو کړې وای او سترو سترو شاعرانو به یې پر شعر د شعار اغېز ور په ګوته کړی وای او د شاعرۍ له لیلا سره به یې اشنا کړی وای چې د مبهم خبرو چل یې ور زده کړی وای، ګیله من که واقعي شاعر وای د خاورې د محبوبا پر ځای به یې کومې خیالي معشوقې ته شعرونه ویلي وای او د اوسنۍ زمانې د «واه واه» پټکي به ور تړل شوي وای، ګیله من که واقعي شاعر وای د کوم ګمنام شاعر غوندې به یې په یې جنازه کې خپلو شاعرانو هم ګډون نه کولای، دا لا څنګه شاعر دی چې شاعري یې په څو کلونو کې د میلینونو خلکو پر زړونو کښېنسته او دا لا څنګه شاعر دی چې پر مرګ یې بې شمېره خلک غمجن شول، اوښکې یې پرې وڅڅولې او بې شمېره خلک یې جنازې ته ورغلل.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه