دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین :طالبان به د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو...

چین :طالبان به د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي

ويب ډیسک

چین هیله لري چې افغان طالبان به د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لی جیان د سپتمبر په لسمه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چین هیله لري چې افغان طالبان په بشپړ ډول د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګريزو ډلو سره خپلي اړيکې پرې کړي او په افغانستان کې به د ترهګرو د ځپلو لپاره مؤثر تدابیر ونيسي، ترڅو دغه هېواد د ترهګريزو ځواکونو د پټنځای، پناه ځای او سرچینه نه شي.

په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهيل شاهين د روانې مياشتې په نهمه نېټه په یوه مرکه کې وویل چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډیر غړي له افغانستانه وتلي دي، او د پاتې غړو لپاره دا ناممکنه ده چې په راتلونکي کې په افغانستان کې هرچیرې پاتې شي.

افغان طالبان اجازه نه ورکوي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څیر ترهګريزې ډلي په افغانستان د روزنې ډګرونه، د بسپنو راټولولو ادارې او د سرتېرو ګمارنې ځايونه ولري.

جاو لی جیان وویل چې چین څو ځله افغان طالبانو ته د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ مسئلې په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړې ده. افغان طالبان دې ته ډېر اهمیت ورکوي او په جدي توګه دې مهمي مئسلې ته ژمن دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه