ویب ډیسک
انټونيو ګوتريس: ټول هېوادونه باید د ترهګرۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره سره متحد شي
پر ځايي وخت د سپتمبر پر لسمه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريس په یوه خبري ناسته کې د نړیوالي ترهګرۍ په اړه د خبریال پوښتنې ته ځواب ورکړی.
خبریال وپوښتل چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې ترهګريز برید او له ترهګرو سره د جګړې ۲۰ کاله تېر شوي، خو امنیت شورا لاهم په مکرر ډول د ترهګرۍ ګواښ ته اشاره کوي.
ایا ګوټريس فکر کوي نړۍ خوندي ده؟ ګوټريس وویل چې اوس د غبرګون قوي میکانیزم ته اړتیا ده، او بېلا بېل هېوادونه باید د ترهګرۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره سره متحد شي.


