دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امیر شېرعلي خان ناروغي او مړینه

د امیر شېرعلي خان ناروغي او مړینه

 

لیک : داود افغان
روسی ډاکټر لیکي، چې یوه ورځ امیر په مزار کې ناوخته د روسي سفارت پلاوی خپل حضور ته وغوښت. قاصد د امیر د پښې د درد یادونه هم راته وکړه، کله چې د امیر حضور ته ورسېدو نو امیر شخصي جامې اغوستي او په یوه وړه کوټه کې چې تشناب یې هم لاره د ناروغۍ پر بستر پروت و. زموږ د هر یوه سره یې بېل بېل روغبړ وکړ او زموږ لپاره یې پر ځانګړو شويو څوکیو د کښېناستلو وویل.

امیر ما ته وویل چې یو نیم کال وړاندې مې راسته (ښۍ) پښې دردر درلود او هغه ډېر وخت ادامه ونکړه او لرې شو. په دې ورځو کې مې کیڼې پښې درد پيل کړی، او د ښۍ پښې د درد په څېر مې کړوي. هیله ده تاسو راسره مرسته وکړئ.

ما د امیر پښه معاینه کړه، پوه شوم چې د پښې د تلې د پلو د روماتیزم له امله شاید په درد شوې وي. د امیر ښۍ پښې چې یو نیم کال وړاندې خوږېده د هغې پر ځنګون باندې پړسوب او د دوو دریو داغونو ځای لیدل کېده.

د جنورې میاشتې په یویشتمه نېټه د سهار په شپږو بجو قاصد له څو سپرو سره راغلی او زه یې له خوبه راپاڅولم راته یې وویل: امیر صاحب تاسو غواړي. په ډېره بېړه مې خپل کالي واغوستل او د امیر له قاصد زمان بېګ سره یو ځای په خپلو آسونو سپاره روان شو. امیر د خپلې ناروغۍ په بستر کې پروت، شا او اړخ ته یې بالښتونه ايښودل شوي او پښه یې تر بړستنې لاندې لوڅه ایښې وه. تور رنګه مواد چې اوس وچ شوي او په لږ لاس لګولو له پوستکې بېلېدل، د پوستکې په سر مښل شوي و. امیر له ډېر درد څخه شکایت درلود او ویل یې چې ټول درد مې په ځنګون کې دی او له ځنګون څخه کښته مې ټوله پښه مړه ښکاري.

د امیر په تندي او مغزي کې مړه خوله لیدل کېده. لومړی مې مرهم له پوستکې څخه پاک او بیا مې پښه معاینه کړه. هغه څه چې زما زیات پام یې ځان ته کړ، د رنګ سپینوالی او د پښې یخوالی و. داسې معلومېده چې د وینو جریان پکې بند شوی وي…. ما د درد د ارامولو لپاره وغوښتل چې امیر ته مورفین ورکړم، خو اخند او دوو نورو طبیبانو زما مخه ونیول او ویې ویل: مورفین وچ او ګرم دي او د امیر صاحب مزاج هم وچ او ګرم دی او تر ګټې یې زیان ډېر دی…

د جنورې میاشتې پر ۲۵ مه د سهار په لسو بجو د امر طبیب اخند راغی او ویې ویل: دا درې شپې او ورځې کیږي چې امیر صاحب د پښې له درد څخه سترګې نه دي پټې کړي او ډېر په تکلیف کې دی. هر څه چې زما په توان کې و، ومي کړل. آن د تریاکو او خاشخاشو شیره مې هم ورکړه، مګر بې پایلې وه. که تاسو راشئ. خو زه ور سره نه ولاړم.

درې پاوه وروسته غلام حیدرخان راغی او ویې ویل، چې امیر صاحب تاسو غواړي او اړین درمل د ځان سره واخلئ. زه یې هم خدمت ته ولاړم. په څېرمه کوټه کې لویناب ( د مزارې والي) او د امیر څو تنه ملګري او خپلوان ناست و. له هغو څځه یو تن پرده لیري او زه یې یوې تیارې کوټې ته بوتلم. امیر صاحب رایاندې ږغ وکړ چې ډاکټر صاحبه! وړاندې راشئ! خدمتګار د کړکۍ پرده کش کړه، نو ما بیا امیر صاحب ولید. هغه په هماغه څلور ورځې مخکیني بستر کې پروت و.

په رښتیا هم د امیر بڼې ډېر توپير کړی و. د سترګو شاوخوا یې شین رنګه کړۍ لیدل کېده. د مخ څېره یې زعفراني او اننګي (بارخوګان) یې ننوتلي وو. پر تندي باندې یې د خولو څاڅکې لیدل کېدل. په ډېر کمزوري او لړزېدونکي ږغ یې ماته بلنه راکړه، څو د هغه بستر ته پر نږدې پرتې څوکۍ باندې کښېنم. وروسته یې وویل: له ډېر درد او په ځانګړې ډول له بې خوبۍ څخه ډېر په تکلیف یم.

 

داسې ګمان کوم لکه څوک مې پښه له ځنګون څخه پرې کوي. له دریو شپو راپدېخوا یوه شېبه هم نه یم ویده شوی. آیا کولای شئ، مهرباني وکړئ، یو داسې درمل راکړئ، څو یوه شېبه ویده شم او له دې سخت درد څخه یوه ګړۍ آرام وکړم؟ درمل مې ورکړه.

ماپښین درې بجې یې بیا وغوښتلم امیر راته وویل: چې ستاسو له تګ څخه وروسته ډېر ژر راويښ شوم او درد مې نور هم زیات شو….. بالاخره د امیر د پښې دردونه زیاتېدل او پښه یې خوسا شوه او له هغې څخه سخت خوسا بوی پورته کېده. علت یې هم د هغه د معالج طبیب اخوند ناسمه معالجه ګڼلای شو. د امیر حالت ورځ تر بلې خرابېده، د وجود د تودوخې درجه یې لوړه شوې او د پښې مړه کېده یې د ځنګون څخه لوړې خواته شروع شوي وه. خو امیر به له ما څخه پوښتل: آیا زه مړ کېږم؟ رښتیا رښتیا راته ووایئ! ما هغه ته نه د هو او نه هم د نه ځواب ورکولای شوای.

د هغه ټولې هیلې زما په دوو شونډو پورې تړلې وې. امیر به د اغماء په حالت کې کله له خپلې ماندينې او ماشومانو سره خبرې کولې، او کله به یې په ډېر زړه لړزوونکي ږغ نظامي قومانده تکراروله. کوم وخت چې هغه ته د تقویې شربت او نور درمل ورکول کېدل، تر ستوني یې نشوای تېرولای او د خولې له کونجانو څخه به بیرته د بالښت پر مخ راتوېیدل.

پر خپل وطن مین ددې شخص د ژوند ډېوه چې غوښتل یې خپل هيواد د پردیو څخه خلاص کړي، شېبه په شېبه د مړ کېدو په درشل کې وه. او تر سختو دردونو ګاللو وروسته په هماغه توره کوټه کې مړ شو.

په پای کې اوږدو روحي ناروغيو د مرګ پر بستر پرې ایست او د ۵۸ کلونو په عمر د نقرس (بندونو درد) او توبرکلوز په ناروغۍ مړ او د مزارې شريفې ښار د روضې مبارکې په زیارت کې د خپل ورور وزیر محمد اکبر خان ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

کله چې یعقوب خان د خپل پلار د مړینې خبر واروېد، نو د خپلې پاچاهۍ اعلان یې وکړ.
مګر بیا هم د امیر ګرانې ماینې، د ولیعهد شهزاده عبدالله جان مور د امیر تر مرګ وروسته ځینې وزیران او سرداران ولسمول، تر څو د هغې ۱۰ کلنه لور صاحبو جانه چې په اغاجان يې شهرت درلود د خپل پلار ځای ناستې کړې، خو بریالۍ نه شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه