ويب ډیسک
د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې طالبانو د کابل له نيولو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګولي، رسنۍ يې محدودې کړي، خپل منتقدين او مخالفين يې په خپل سر نيولي او صحرايي محکمې يې پرې عملي کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د يو کال موده کې د هېواد اقتصاد پرځېدلی او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان د خوړو له امنيته رنځ وړي او دا د دې لامل شوي چې په ميلينونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د افغانستان د چارو شنونکې فرشته عباسي وايي، چې، “د افغانستان خلک د طالبانو د ظلم او نړيوالې بې تفاوتۍ قرباني دي. که بهرني دولتونه له طالبانو سره په فعاله توګه تعامل ونه کړي او هغوی د بشري حقونو د اقداماتو په برخه کې په شدت سره تر فشار لاندې رانه ولي، نو د افغانستان راتلونکی به تياره وي”.
د نوموړې په وينا، طالبان بايد فوراً نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د حقونو د نقضولو لړۍ ودروي.
د نجونو پر زده کړو محدوديتونه لګول په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي او ډېریو د طالبانو دغه کړنه محکوم کړې ده.


