دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کابل کې چاودنه کې یو عالم وژل شوی

په کابل کې چاودنه کې یو عالم وژل شوی

ويب ډیسک

د شېخ رحيم الله حقاني په نوم پيژندل شوى ديني عالم نن پنجشنبه په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوى دى٠

د طالبانو حکومت مرستيال وياند بلال کريمي د ياد خبر په تاٸيد سره ويلي چې مولوي رحيم الله حقاني د هغه په وينا د “نامرده او نامراده دښمن په يوه ناځوانمردانه”حمله کې وژل شوى دى٠

ويل کيږي چې نوموړى ديني عالم د طالبانو حکومت د علماو شورا غړى هم و٠

که څه هم طالب چارواکو د يادې پيښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ويل کيږي چې ياد ديني عالم په خپله مدرسه کې په ځانمرګي بريد کې وژل شوى دى٠

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه د کابل ښار په کومه سيمه کې رامنځته شوې ده٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه