لیکنه: زاهد الله زاهد
د سياسي اسلام د زېږېدنې عاملونه
کله چې په هند نيمه وچه کې په کال ١٧٠٧ﺀ مغل امپراتور اورنګ زيب عالمګير ومړ او له هغې ورځې د مغل امپراتورۍ د زوال په لور رهي سوه چې مسلمان مذهبي طبقه يې د مسلمانانو د شناخت په توګه د مسلمانانو واکمني مني، او په دې ډول هندوستان په وړو وړو رياستونو ووېشل شو. له دې واقعیت څخه انګليسي استعمار ګټه پورته کړه چې په لومړي پړاو کې په پټه او اخر يې په ښکاره د هندوستان په خاروه خپلې منګولې ټينګې کړې او په کال ١٧٥٧ﺀ يې د پلاسي جګړه کې سراج الدوله ته د غدار مير جعفر په وسيله ماته ورکړه او بنګال يې ونيول او په دې ډول ورو ورو انګلیسيانو د ١٨٥٧ﺀ مشهور د ازادۍ بغاوت ځپلو وروسته په ټول هندوستان ښکاره واکمن سو.
بل خوا په نړۍ کې لومړۍ نړیواله جګړه(١٩١٤ﺀ = ١٩١٨ﺀ) پيل سوه چې يوې خوا ته اتحادي ډله برطانيه، فرانس، سربيه، روس، اټلي، يونان، پرتګال، رومانيه او امريکا وه او د دې مخالف لوري اتحادي ډله جرمني، اسټرالیا، هنګري، بلغاریه او سلطنت عثمانيه وه.
په نړيواله جګړې کې د برخود له کبله د مسلمانانو په درې براعظمو خپره لويه امپراتورۍ “سلطنت عثمانيه(١٥١٧ﺀ = ١٩٢٤ﺀ)” ړنګه شوه او په وړو وړو نژادي هيوادونو ووېشل شوه.
دا هغه اساسي عاملونه وو چې ټول مسلمانان په خاصه توګه مذهبي طبقې د مسلمانانو د راتلونکې د بقا د سوال سره مخ سوو او په دې مجبور سوو چې د خپل تاريخي زوال اسباب ولټوي او بېرته په مذهبي توګه ځان سيال کړي.
د سياسي اسلام تيوريسن
د اسلام پاله ټلوالو کې يوه مخصوصه طبقه چې سرخېل يې سيد قطب (١٩٠٦ﺀ = ١٩٦٦ﺀ)، حسن البنا (١٩٠٦ﺀ = ١٩٤٩ﺀ) او ابو الاعلى مودودي (١٩٠٣ﺀ = ١٩٧٩ﺀ) وو، دوى له نوي سره د اسلام تشریح او تجدد خبره پيل کړه او ويل به يې “چې دوديز عالمان ونه توانېدل چې ديني علم په ښه ډول پراخ کړي او معرفي يې کړي.” دوى اسلام د عقل، منطق او استدلال له مخې تشریح کوي، په دې توګه يو نوي اصطلاح “اسلام ازم” او د دوى لپاره “اسلاميسټ” کلمه دود سوه. د دوى فکري سرچینه اخر ابن تيميه (١٢٦٣ﺀ = ١٣٢٨ﺀ) ته رسېږي.
سياسي اسلام
اسلام پاله ټلوالې د فکري او نظرياتي تګلارې له لارې غواړي چې د دولت پر مډرن سياسي اند دود فکر وکړي، هغه تحلیل او وڅېړي او توجیه يې وکړي، او پوښتنو ته يې ځوابونه ووايي.
“سياسي اسلام څخه مراد چې دوديز مذهبي اسلامي علوم د روان عصر پوښتنو ځواب نه شي ويلاى، په دې توګه نوي اسلامي تشريح د عقل او منطق په اساس، د اسلامي دولت جوړېدل يې اړين وبلل، د حکومت لپاره يې وسلوال انقلاب غوره کړ، د نظام لپاره يې قرآن آئين وګرځول، اسلامي اقتصاد يې د کاپيټليسټي نظام او سوسياليستي نظام په وړاندې دريم بديل په توګه معرفي کړو، د تنظیم لپاره يې شورا نظام او د شورا غړيتوب لپاره يې تقوا بنيادي ټکى کښېښودل او په پاى کې خالص شريعي نظام پلي کول يې خپل مرام وټاکل. ياد ټکي د سياسي اسلام بنسټیز عناصر دي.
د سياسي اسلام پالنې پرمختګ په ټپه دریدل
لومړى، د سیاسي اسلام پاله ټولنې اند دود چې د کوم نظام وړانديز کوي بنسټ يې تقوا ايښودل شوى، دا چې بې لاريتوب، فساد او اختلاف دوى د تقوا څخه انحراف ګڼي او تقوا هيڅ پيمانه نه لري، په دې توګه دوى په پيل کې د تضاد سره مخ سوو.
دوهم، اسلام پاله د اسلامي انقلاب خبره کوي او د واک واګې په لاس کې د اخيستلو وروسته شريعت پلي کول شوني ګڼي خو دغه فکر هم دوى د نوموړي انقلابي فيلسوف کارل مارکس څخه نقل کړى خو دا چې دوى هيڅ وخت د سوسياليستي انقلابونو په څېر بريالي نه شول، علت دا وو چې دوى اول خو د سوسياليزم په څېر مضبوط ساينسي نظرياتي بنياد نه درلود، دوهم دوى ترپایه له ملکي يا نژادي ساخت څخه د نړيوال سازمان جوړولو جوګه نه شول، او دريم دوى تعمیري بديل نه درلود .
دريم، د سياسي اسلامي تنظیم لپاره په اسلام کې هيڅ واضح ماډل نشته، دوى چې د کومې اسلامي ايډيال ټولنې بېلګه وړاندې کوي هغه په حقیقت کې د “لينن” نظرياتي معادل دى، دوى په حزب کې لومړى د خپلو غړو د اسلامي روزنې غوښتونکى دى. دغه کار د ليننستي بالشویک ګوند معادل بڼه ده. رهبر يا امير د کمونستي ګوندونو هماغه عمومي منشي ، “ورور” د “کامريډ” معادل، “شورا” د “مرکزي کمېټۍ” نقل او بېعت د “ديموکراتيک سنترال ازم” څخه اخيستل شوى، مطلب سیاسي اسلام پاله ګوندونه خپل ځانګړى بديل د جوړښت سمبول نه لري.
څلورم، “امير” او “شورا” د سیاسي اسلام د سياسي جوړښت بنسټ جوړوي. په اسلاميزم کې اجرائیه، مقننه او قضاييه خلک، پارلمان يا سياسي واکمن قانون جوړونکى نه شي کېداى او قانون جوړول د دولت دنده نه ګڼي او حاکمیت يوازې د خداى دى او قانون له پخوا څخه په قرآن کې وضع شوى دى، ځکه نو سياسي واکمن به د الهي حاکمیت قوانینو تابع کولو لپاره تقوا داره جوړېږى.
پنځم، اسلام پاله ډلو دعوه درلوده چې اسلامي ټولنه به د تقوا پر بنسټ درېږي، دغه نظريې په اساس به وګړي روزل کېږي او دا بهير به د ټولنې په اسلامي کېدو پاى مومي. ايمانيات، عبادات به سمېږي. دلته اسلاميزم “نوي بنسټ پالنه” خپلوي او د اسلاميزم نوى پړاو داسې ده لکه “سوسيال ديموکراسي” چې مارکسيزم ته ده.
شپږم، د سياسي اسلام اقتصاد هم مبهم او پانګوالي اقتصاد او سوسياليستي اقتصاد بديل نه دى. له څنګه چې پانګوالي يا کاپيټليستي اقتصاد د ازادې منډۍ پلورل ذاتي پانګه برابرولو خبره کوي بل خوا سوسياليستي اقتصاد د منصوبه بند منډۍ چې دولت به يې کنترولوي خبره کوي او د ذاتي ملکيت مخالفت کوي، خو د دې دواړو په وړاندې اسلامي اقتصاد نظرياتي الهام د قرآن له هغه اياتونو اخلي .
د دې سره جوخت اسلامي اقتصاد زکات، سود، ميراث، ملکيت او غنيمت په اړه بحث کوي چې د بشپړ اقتصادي نظام يا ميکانيزم نه شى وضع کولى.
د اسلامي اقتصاد سرچينې روايات، احاديث او قرآن کریم دى چې وروسته اسلام پاله سیاسي ټولنه راټولې، منظمې، تعبير او تفسير کړې او د “اسلامي اقتصاد” برخه وګرځېدې. دغه مفاهیم او احکام سره له دې چې په اقتصادي ژوندانه کې لوى رول لري، هيڅکله يې د “سوداګرۍ قانون” او يا د اقتصادي نظريې بڼه ونه نيوله او يو خپلواک علم ونه ګرځېد او ورسره د مذهبي نصاب برخه نکړه.
پاى
سیاسي اسلام پاله ټولنه چې د بنسټپالنې سره په کوم ټکي توپیر لري هغه سياسي انقلاب دى او د ټولنې اسلامي کېدل د سياسي او ټولنيز فعالیت پايله ده او دا ايجابوي چې د جومات له حدود نه راووزي خو په پايله کې دوى سياسي واکمنو ته د قانون او سياسي پرېکړو واک نه ورکوي او بېرته بنسټپالنې ته ستنېږي چې دلته د اسلاميزم فکري تضاد رامنځته کېږي. په سياست کې له سياستوال څخه د تعليم، اهليت، اقتصاد، او ژوند د هر ځانګړي ډګر کې د کار په اړه پوښتنه مطرح کېږي خو پوښتنه د سياستوال او واکمن ځواک د بنسټ او ريښې سره تړاو لري، نه د هغه له اخلاقي څرنګوالي سره، او دا چې ايا حاکم خپله مذهبي دنده سمه ترسره کړې ده که نه! بل خوا اسلام پالو پوښتنې د اخلاق، عقیده، لباس او عباداتو پورې محدوده دي کوم چې د نظام په مدريت کې هيڅ مرسته نه شي کولى. اسلاميستان د پان اسلاميزم خبره کوي چې په حقیقت هغه پان عربيزم وو، چې قوميت او سرحد نه پېژني خو په عمل کې دوى ترپایه د ملکي او نژادي چوکاټ څخه دباندې ونه وتل او د دوى هر حرکت د قومى، ملکي او نژادي مفاداتو په کاته کې ولوېدل نه د اسلامي انترناسيوناليزم په موخه تمام سوو. دا چې دوى د بنسټپالنې څخه د اسلاميزم په نوم وزېږېدو، د نوي بنسټپالنې په خوا رهي سوو او پاى کې په فطري مرګ له سياسي منظر نامې څخه ورکېدو نو په دې وخت کې مغربي امپرياليستي قوتونه په دې پوهه سوو چې ياد حرکت د کاپيټل ازم مقابله نه شي کولى او نه د سوسياليزم په څېر نظامي بديل دى، نو دغه مذهبي سیاسي حرکت يې په ډول ډول نومونو د کميونزم په مقابل کې مالي توګه وپړسول او د جنګي اقتصاد خاشاک کار يې ځينې واخیست چې تر اوسه د اسلام پالو ډلو هره کړنه په دريمه نړۍ کې په ځانګړي توګه په افغانستان کې، د مغربي قوتونو په ګټه تمامېږي.
يادګيرنه: دا لیکنه د ليکوال خپل شخصي نظر ده پښتو جرنل د لیکوال له نظر سره هیس کوم تړاو نه لري


