دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان اولسي ملاتړ نه لري

طالبان اولسي ملاتړ نه لري

ويب ډیسک

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو پخواني شارژدافير راس وېلس خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، طالبان داسې ولسي ملاتړ نه لري چې دوی او د هېواد په کچه د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکولای شي.

وېلس له سکای نيوز سره خبرو کې ويلي، طالبان د دې لپاره واک ته نه دي رسېدلي چې ډېری افغانانو غوښتل، بلکې دوی په ستونزمن او دوامداره ډول جګړه وکړه چې هېڅ چا ورته چمتووالی نه درلود او له همدې امله افغانستان اوس له ستونزو سره مخ دی.

دغه امريکايي ډيپلومات چې د جمهوريت پرځېدو پرمهال يې کابل کې د امريکا متحده ايالتونو د سفارت مسؤليت په غاړه لره، زياته کړې يې ده، چې د جمهوریت بېړني پرځېدو خپله طالبان هم حيران کړي ؤ.

د نوموړي په وينا، طالب مشرانو امريکايانو ته ډاډ ورکړی ؤ چې جنګيالي به يې کابل ته نه ننوځي، خو داسې ونه شول.

وېلس د خپلو خبرو په دوام ويلي، دی فکر کوي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره ميليونونه روزل شوي کسان موجود دي.
وېلسن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ موده يو کال ته په نږدې کېدو ده او هېواد د جدي اقتصادي ناورين ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه