ویب ډیسک
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د وروستي پرېکړه لیک په تړاو سخت غبرګون ښودلی دی.
دا پرېکړه لیک چې د ۱۱۶ هېوادونو په موافقو رایو تصویب شو، خلیلزاد پوښتنه کړې، د عدالت او حقونو همدغو مدعي هېوادونو د بشري حقونو د ساتنې څومره عالي سابقه لرلې ده؟
خلیلزاد وايي، هېوادونه داسې افغانستان ته د بشري حقونو د رعایت توصیې کوي، چې له ۴۰ کلنې جګړې راوتلی؛ فقر سره مبارزه کوي او ګاونډیان یې سلګونه زره کډوال ورلېږي.
خو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک له طالبانو هغه غوښتنې کړې دي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکا له طالبانو د دوحې په قرارداد کې کړې دي.
غړیو هېوادونو افغانستان کې پر بشري حقونو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو ټولګډونی حکومت او ترهګرۍ او نشه يي موادو سره پر اغېزناکې مبارزې ټینګار کړی دی.
امریکا او اسراییل د دغه پرېکړه لیک مخالف وو، خو د روسیې او چین په ګډون ۱۲ هېوادونو بې طرفي ښودلې ده.
امریکايي ډيپلوماټ اشاره کړې، چې افغانستان د نړیوالو تر بندیزونو لاندې دی، خو د پرېکړه لیک ملاتړو هېوادونو د یادو موخه په ترلاسه کولو کې طالبانو سره هېڅ پلان نه دی شریک کړی.
خلیلزاد وايي، دا نامعقول او شرمناک اقدام دی.
له دې سره سره زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتنه کړې، چې افغان ښځو او نجونو سره ښه چلند وکړي او ټينګار یې کړی، چې افغان نجونې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري.
خلیلزاد له دې وړاندې هم طالبانو ته په پراخې لابي کولو تورن شوی او پرته له دې چې افغانستان کې د دوحې قرارد ژمنې عملي کړي، ادعا شوې، چې نوموړی هڅه کوي طالبان عادي کړي.


