دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمیروائس عزیزي له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره ۱ میلیارد افغانۍ مرسته...

میروائس عزیزي له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره ۱ میلیارد افغانۍ مرسته کوي

ویب ډیسک

د عزيزي بنسټ مشر او ملي پانګه وال، میرویس عزیزي اعلان کړی، چې بنسټ به یې له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړي.

 

ښاغلي عزیزي په دې تړاو بیان کې ویلي، چې له ایرانه د «هېوادوالو» جبري اخراج او هغه ناوړه وضعیت چې له امله یې رامنځته شوی دی، د ده د ژورې اندېښنې لامل ګرځېدلی.

 

د عزیزي بنسټ د ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت له مرستې سربېره نوموړي پر ملي او نړیوالو مسوولو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې دې «انساني فاجعې» ته جدي پاملرنه وکړي.

 

عزیزي بنسټ دا مرسته داسې مهال اعلان کړې، چې نړیوالې ادارې له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي برخه کې د تمویل له کمښت شکایت لري.

 

طالبانو تراوسه د دغه ملي او نړیوال افغان پانګه وال د مرستې اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.

 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت تېره ورځ راپور ورکړ، چې ایران د میلادي کال له پیله تر جولای میاشتې پیل پورې، ۷۴۱ زره افغانان ایستلي دي.

 

راستانه شوي افغانان د بېړنۍ سرپناه، خوړو، روغتیايي مرستو او په دوامداره توګه د کاري فرصتونو غوښتنه لري، خو راپورونه ښيي، چې د طالبانو ادارې نه توانېږي، چې افغان کډوالو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

 

# #AFG #AFGREFUGEES #IRAN @UN @MAziziOfficial

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه