دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما په یوه تازه بیان کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلارې اندېښمنوونکې...

یوناما په یوه تازه بیان کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلارې اندېښمنوونکې بللې ده.

ویب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په یوه تازه بیان کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلارې اندېښمنوونکې بللې ده.

 

یوناما وايي، د طالبانو دا اقدام به په یوه لا له وړاندې محدود شوي رسنیز چاپېریال کې نوره وېره او خودسانسوري رامنځته کړي.

 

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته هغه له وړاندې لګول شوي شفاهي محدودیتونه رسمي کړل، چې پر خبریالانو، خپرونو او رسنیو ته پر بلل کېدونکو مېلمنو وضع شوي وو.

 

طالبانو رسنیو ته په رسمي ډول ویلي، چې هېڅ ډول انتقادي سیاسي خپرونې نه شي کولای او سپارښتنه یې کړې، چې د خپرونو منځپانګې او د دعوتېدونکو مېلمنو نوملړ او جزییات له نشر وړاندې له دوی سره شریک شي.

 

د دې سند رسمي نوم “د افغانستان د سیاسي پروګرامونو د مدیریت تګلاره” دی.

 

طالبان دغه محدویتونه د “اسلامي اصولو د ساتنې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د قومي، مذهبي او ژبنیو تفرقو د مخنیوي” په نوم توجیه کړي دي.

 

کارپوهان وايي، د طالبانو هېڅ ډول توجیه د منلو وړ نه ده او یوازې غواړي چې دا ډله په افغانستان کې له وړاندې ژوندۍ مدني او د بیان آزادۍ فضا په بشپړه توګه له منځه یوسي.

 

#د #AFG #KBL #AFGMEDIA #UNAMA @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه