دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر...

تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.

ویب ډیسک

پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.

 

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاده پېښه د ژوب او لورالایي ولسوالیو ترمنځ په سور دګي سیمه کې شوې او دغه دوه مسافروړونکي بسونه د پنجاب په لور روان وو.

 

د ژوب د ولسوال مرستیال نوید عالم ویلي چې وسله‌والو کسانو د لویې لارې په تړلو سره بسونه درولي او د مسافرو د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې ۱۰ کسان چې په پنجاب پورې یې اړه درلوده، په زور له موټرو ښکته کړې او له ځان سره یې وړي دي.

 

هغه ویلي: «د یادو کسانو له ډلې نهه یې وژل شوي او مړیې یې لاسته راغلي. د دغو وژل شوو کسانو مړي د هغوی خپلو اصلي سیمو ته د لېږد لپاره پنجاب ته وړل شوي دي.»

 

هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو لویه لار وتړله او د عاملینو د نیولو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه