ويب ډیسک
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ وویل، امریکایان ایران او وینزویلا ته په اشاره د ټولو موافقو اسنادو لاسلیک کولو ته چمتو دي. دوی د مذاکراتو لپاره ونزویلا ته تللي. البته دا غیر قانوني بندیزونه یې باید په لومړي سر کې نه وای لګولي.
هغه لویدیځ د تېلو د بیو د لوړېدو لامل بللی او ویلي یې دي چې روسیې په دې برخه کې مطلق رول نه درلود.
پوتین د ایران او ونزویلا سره د چټک تړون لپاره د چمتووالي په اړه اټکل وکړ، چې امریکا به په پای کې روسیې ته د مذاکراتو او بندیزونو لرې کولو لپاره مخه ونیسي او زیاته یې کړه «زه شک نه لرم چې له روسیې سره به هم ورته کار وشي.»
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته امریکا، اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي. امریکا د سه شنبې په ورځ هم له روسیې د تېلو او ګازو پر وارداتو بندیز ولګاوه.


