یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو څخه ۵۵۰زره افغان کډوال بیرته...

له ایران، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو څخه ۵۵۰زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي

ويب ډیسک

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تیرو شپږو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو څخه ۵۵۰زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي نن سې شنبه مارچ لومړۍ (کب لسمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کوربه هیوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هیواد ته د بېرته راستنېدو لپاره هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې هڅې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه: “د رسمي شمېرو پر بنسټ، وروستیو ۶ میاشتو کې ۵۵۰ زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه، هېواد ته راستانه شوي دي.”

هغه زیاته کړه چې په دغه موده کې شاوخوا ۲۵۰زره داخلي بېځایه شوي کسان هم بیرته خپلو سیمو ته انتقال شوي.

د طالبانو کډوالو او بیرته ستنېدونکو وزارت مرستیال همدارنګه وویل چې د طالبانو حکومت د نړیوالو خیره بسټونو سره په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې له څه باندې درې میلیون اړمنو او بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې هم کړي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه