ويب ډیسک
د نړیوال بانک مشرتابه بورډ پرون هغه پلان تایید کړ چې د افغانستان د بیارغونې له کنګل شویو پیسو څخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکوي. د نړیوال بانک د اعلان له مخې دې پیسو ته د تعلیم، کرنې، روغتیا او د کورنیو لپاره د پروګرامونو د تمویل په برخو کې سمدستي اړتیا لیدل کېږي.
د پلان له مخې دا پیسې طالبانو ته چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي نه ورکول کېږي بلکې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو او د نړیوالو خیریه ټولنو له خوا به د افغانستان له خرابېدونکي بشري حالت او اقتصادي بحران سره د مرستې په برخو کې ولګول شي.
د افغانستان د بیارغونې د صندوق یا ARTF پیسې، په اګست میاشت کې وروسته له هغه کنګل شوې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او ورسره مرستندویو هېوادونو خپلې مالي مرستې چې د افغانستان د حکومت په سلو کې څه باندې اویا لګښتونه یې برابرول هم بندې کړې.
د نړیوال بانک په بیان کې راغلي دي چې د اARTF د کنګل شویو پیسو د آزادولو لپاره د لومړي ګام په توګه به مرستندوی هېوادونه د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تعلیم، روغتیا، کرنې او د کورني ژوند په برخو کې د پروژو د تمویل په اړه پرېکړه وکړي.
بیان زیاتوي چې په دې پروژو کې به د نجونو تعلیم او په ټولنه کې د ښځو د ګډون برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي.


