ویب ډیسک
د هند په غونډه کې سیمه ییزو هېوادونو د افغانستان سره پر ملاتړ او د ترهګرې سره په مبارزې ټينګار وکړ
د رسنيو د راپورونو له مخې، په نوي ډیلي کې نن د هند، روسیې او ایران په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ناسته جوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته په امنیتي اندېښنو بحثونه شوي دي.
ګډونوالو په افغانستان کې له اوسني بحرانه د سیمې هېوادونو ته پر خپرېدونکو امنیتي ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې ده او په یو غږ یې په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
په دغه غونډه کې د اووه هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ویلي چې دوی باید د افغانستان ملاتړ وکړي څو د پراخېدونکې ترهګرۍ مخه ونیول شي.


